مزارشريف (پژواک، ۱۴ وږی ۹۷): د يووالي او پراختيايي خدمتونو موسسې مسوولين وايي چې په بلخ ولايت کې د يو شمېر ولسواليو اوسېدونکي د اوبو د کموالي له جدي ستونزې سره مخ دي.
د يادې موسسې له خوا د وږي په ۱۴مه مزارشريف ښار کې د کرنې، کار او ټولنيزو چارو رياستونو د استازو او د بلخ د څلورو ولسواليو د يو شمېر اوسېدونکو تر منځ ناسته جوړه شوې ده.
د يووالي او پراختيايي خدماتو موسسې عمومي مسوول امين الله معظم پژواک ته وويل چې د مسوولينو او خلکو ترمنځ له ګډې ناستې جوړېدو يې موخه دا ده څو ولس وکولای شي نېغ په نېغه خپلې ستونزې له چارواکو سره شريکې کړي.
هغه زياته کړه چې د بلخ د مارمل، خُلم، خاص بلخ او نهرشاهي ولسواليو له اوسېدونکو سره د ليدنو کتنو پر مهال ورته خلکو په يادو ولسواليو کې د اوبو د کمښت له امله شکايت کړی دی.
نوموړی زياتوي چې په يادو ولسواليو کې د يو شمېر سيمو خلک ان د څښلو اوبو ته هم لاسرسی نه لري.
نوموړي همدا راز وويل چې د يادو ولسواليو ډېری مېرمنو ورته شکايت کړی چې د کار او ټولنيزو چارو رياست لرو پرتو سيمو ته پاملرنه نه کوي.
معظم غوښتنه وکړه چې دولتي ادارې بايد د امکان تر بريده خپلې چارې لرو پرتو سيمو ته هم وغځوي.
د مارمل ولسوالۍ اوسېدونکي عبدالغفور چې دغه پروګرام کې يې ګډون کړی پژواک ته وويل چې د ولسوالۍ خلک يې د اوبو له جدي کمښت سره مخ دي.
د هغه په وينا، مارمل ولسوالۍ پراخې کرنيزې ځمکې لري چې سږ کال يې د وچکالۍ له امله ډېرې کروندې وچې شوې دي.
نوموړی زياتوي چې له همدې امله د يادې ولسوالۍ زيات شمېر کروندګر او مالداران زيانمن شوي دي.
غفور زياته کړه: ((روانې وچکالۍ او د اوبو کموالي له امله ډېر باغونه وچ شول، للمي کښتونه خو په هېڅ صورت حاصل ته ونه رسېدل، حتی تر دې چې د وښو نه شتون له امله مالدارانو خپل څاروي په نيمه بيه وپلورل.))
هغه وايي چې د وچکالۍ له امله له زيانمن شوو خلکو سره تر دې مهاله هېڅ دولتي ارګان مرسته نه ده کړې.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن