ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ښرنې تړل شوي ښوونځي بېرته پرانیستل شول

د ښرنې تړل شوي ښوونځي بېرته پرانیستل شول

author avatar
5 Sep 2018 - 17:39
د ښرنې تړل شوي ښوونځي بېرته پرانیستل شول
author avatar
5 Sep 2018 - 17:39

ښرنه (پژواک، ١٤ وږى ٩٧): د پکتیکا د مرکز ښرنې ښوونځي د سیمې د مشرانو په مرسته د زده کوونکو پر مخ نن پرانیستل شول او وسله والو طالبانو يې د ساتلو ډاډ ورکړی دى.

دوه ورځې وړاندې د ښرنې په دوو ښوونځیو کې چاودنې وشوې او یو يې هم په راکټ وویشتل شو، خو مسوولیت یې هېڅ کومې ډلې پر غاړه وانه خیست چې له هغه راهیسې په ښرنه کې څو ښوونځي د بریدونو له وېرې تړلي وو.

خو نن د ښوونځیو پرانیستلو پر مهال د سیمې اوسېدونکو د خوښۍ تر څنګ د هغو ښوونځيو پاکولو لپاره هم حشر ترسره کړ چې دوه ورځې مخکې چاودنې په کې شوې وې.

د ښوونځیو د پرانیستلو پر مهال قومي مشر حاجي بادشاه خان وویل، د دوى په لسګونه قومي مشران وسله والو طالبانو ته ورغلل او هغوى ته يې د هغو چاودنو یادونه وکړه چې په ښوونځیو کې شوې وې.

ده زياته کړه، طالبانو د چاودنو د رد تر څنګ هغوى ته د ښوونځیو د ساتلو ډاډ په لیکلې بڼه ورکړ.

په لیک کې لیکل شوي، نور دې زده کوونکي او ښوونکي درسونو ته د پخوا په ډول ادامه ورکړي، په دغه لیک کې دا هم لیکل شوي چې په ښوونځیو کې دوى چاودنې نه دي کړې.

يو بل قومي مشر مجاهد رشيد وويل چې د ښوونځيو ساتنه د هر افغان اسلامي او ټولنيزه دنده ده او دا دنده دې هر لوری په سم ډول ترسره کړي.

د هغه په وينا، بند ښوونځي به د قومي مشرانو، ځوانانو په مرسته بيا ورغوي او هېڅ ډول همکاري به له ښوونکو او زده کوونکو سره ونه سپموي.

د عمران او جاوېد په نومونو دوه زده کوونکي وايي چې په دغه ولايت کې شپږ مياشتې کېږي چې درسونه پيل شوي، خو دوی بشپړه مياشت د بېلابېلو ستونزو له امله درسونه نه دي ويلي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.