ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

هرات کې یوه ملا له امامته د ګوښه کېدو غبرګون کې جومات ویجاړ کړې

هرات کې یوه ملا له امامته د ګوښه کېدو غبرګون کې جومات ویجاړ کړې

author avatar
5 Sep 2018 - 17:07
هرات کې یوه ملا له امامته د ګوښه کېدو غبرګون کې جومات ویجاړ کړې
author avatar
5 Sep 2018 - 17:07

هرات (پژواک، ١٤ وږی ٩٧): په هرات کې د ارشاد، حج او اوقافو ریاست وايي چې د دغه ولایت په انجیل ولسوالۍ کې د جومات یوه امام له دندې د ګوښه کېدو غبرګون کې د اړوند جومات د دویم پوړ ځینې برخې ویجاړې کړې دي.

د هرات د ارشاد، حج او اوقافو رییس سید محمد شېرزاد پژواک خبري اژانس ته وویل، د دغه جومات یوه برخه چې د انجیل ولسوالۍ په «پوسته نمبر یک» سیمه کې موقعیت لري، د هرات د پوهنې ریاست د اسلامي زده کړو مرستیال او د دغه جومات د ملا امام مولوي عبدالفتاح له خوا ویجاړه شوې ده.

نوموړي زیاته کړه: ((نېک نام د ارشاد، حج او اوقافو ریاست له خوا له دندې تر ګوښه کېدو وروسته د دغه جومات د دویم پوړ ځينې برخې تخریب کړې.))

د هغه په خبره، نېک نام ادعا کړې چې د دغه جومات دویم پوړ چې مخکې په هغه کې اوسېده، په خپلو شخصي پیسو یې جوړ کړی و او له همدې امله یې ویجاړ کړی دی.

د ارشاد، حج او اوقافو رییس د ملا پر یاد کار د نیوکې تر څنګ وویل، نېکنام یې څارنوالۍ ته ور پېژندلی دی.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.