ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

هلمند کې امنیتي ځواکونه او طالبان یو بل ته د مرګ ژوبلې اړولو ادعا کوي

هلمند کې امنیتي ځواکونه او طالبان یو بل ته د مرګ ژوبلې اړولو ادعا کوي

author avatar
5 Sep 2018 - 11:20
هلمند کې امنیتي ځواکونه او طالبان یو بل ته د مرګ ژوبلې اړولو ادعا کوي
author avatar
5 Sep 2018 - 11:20

لښګرګاه (پژواک، ١٤ وږى ٩٧): په هلمند کې د امنيتي ځواکونو او طالبانو تر منځ جګړې شوې او دواړه لوري يو بل ته د مرګ ژوبلې اړولو ادعاوې کوي.

د هلمند د والي ویاند عمر ځواک د وږي په ١٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه د ګرشک ولسوالۍ په یخچال سیمه کې وسله والو طالبانو پر امنیتي پوستو بریدونه کړي چې پر مهال يې درې د ملي اردو سرتېري وژل شوي او یو بل ټپي شوی دی.

هغه وویل په همدي وخت کې د طالبانو پر هغې ډلې چې پر دې پوستو يې بریدونه کړي وو، موټر يې تر هوايي برید لاندې راغلى چې په کې سپاره ټول طالبان وژل شوي دي.

دغه راز د دغه ولايت د امنيې قوماندانۍ ویاند دويم څارن عبدالسلام افغان پژواک ته وويل چې د تېرې ورځي په اوږدو کې د نادعلي ولسوالۍ په چاه انجیر او شملان سیمو کې امنیتي ځواکونو د عملیاتو پر مهال اووه کیلومتره پرمختګ کړی دی.

هغه وویل چې په دغو عملیاتو اووه وسله وال طالبان وژل شوي او څلور نور ټپيان شوي دي.

نوموړي زیاته کړه چې عملیات نور هم پر مخ روان دي، تر دې مهاله شپږ نوې پوستې جوړې شوې او وايي چې امنیتي سرتېرو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتي.

بل لور ته طالبان هم دغه جګړې تاييدوي.

د دې ډلې وياند قاري یو سف احمدي پژواک ته وويل چې تېره شپه د ګرشک په سره ښاخ او د نادعلي په خوشحال کلي کې د جګړو پر مهال لس امنيتي سرتېري وژل شوي دي.

خو احمدي د طالبانو د مرګ ژوبلې په اړه څه ونه ويل.

د يادونې ده، هلمند د افغانستان تر ټولو نا امن ولايت دى چې دا مهال يې د شپږو ولسواليو بشپړ کنټرول له وسله والو طالبانو سره دى.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.