ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په کابل کې د حقاني شبکې ۱۱ کسیزه ډله نیول شوې

په کابل کې د حقاني شبکې ۱۱ کسیزه ډله نیول شوې

author avatar
5 Sep 2018 - 14:45
په کابل کې د حقاني شبکې ۱۱ کسیزه ډله نیول شوې
author avatar
5 Sep 2018 - 14:45

کابل (پژواک، ١٤وږی ٩٧): د افغانستان د ملي امنیت ریاست په کابل کې د حقاني شبکې د ۱۱ کسیزې ډلې د نیول کېدو خبر ورکړی دی.

د دغه ریاست له خوا پژواک ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي: ((د ملي امنیت ریاست ځانګړې قطعې د عملیاتو په ترڅ کې د کابل ښار په اړوند سیمو کې د حقاني شبکې ۱۱ کسیزه ډله نیولې ده.))

سرچینې د نیول شوو کسانو نومونه مومن خان، سردارولي، عزیز الله، حام، مصطفی، میراقا، محمد رسول، نواب، لعل اغا، منیر او احسان الله ښودلي دي.

د دې خبرپاڼې د معلوماتو پر اساس یاد کسان په پنځمه او دوولسمه حوزه، د بګرامیو او پغان پر ولسوالیو کې تروریستي بریدونه، ماین خښولو، د دولتي مامورینو او قومي مشرانو د ترور فعالیتونه کول چې د ملي امنیت د ځانګړې قطعې لخوا په بل فعل ډول نیول شوي دي.

د خبرپاڼې په دوام کې لیکل شوي، له نیول شوو کسانو یو میل کلاشینکوف، یو میل بې غږه میکاروب تومانچه، درې حلقې جوړ شوي ماینونه، ۳۰۰ کیلو ګرامه چاودېدونکي توکي او یو موترسلیکل د امنیتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي.

په خبرپاڼه کې د یادو کسانو د نیول کېدو وخت ته اشاره نه ده شوې.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.