ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پومپیو: پاکستان د ترهګرۍ پر وړاندې کافي اقدامات نه دي کړي

پومپیو: پاکستان د ترهګرۍ پر وړاندې کافي اقدامات نه دي کړي

author avatar
5 Sep 2018 - 20:02
پومپیو: پاکستان د ترهګرۍ پر وړاندې کافي اقدامات نه دي کړي
author avatar
5 Sep 2018 - 20:02

کابل (پژواک، ۱۴ وږی ۹۷): د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو وایي، پاکستان د ترهګرو پر ضد څه ډول چې په کار وه، اقدامات نه دي کړي.

نوموړي، دغه څرګندونې نن پاکستان ته تر سفر مخکې پر لاره خبریالانو ته کړې دي.

پمپیو سره په دې سفر کې د امریکا د وسله والو ځواکونو قوماندان جنرال ډنفورډ چې پخوا په افغانستان کې د امریکا او ناټو ځواکونو عمومي قوماندان و او د افغانستان لپاره دا مریکا نوي ټاکل شوي سلاکار زلمي خلیلزاده هم ملتیا کوله.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر پاکستان ته نن غرمه ورسېد، لومړی یې د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي سره ولیدل او وروسته یې د پاکستان لومړي وزیر عمران خان او د پوځ مشر جنرال قمر جاوید باجوه سره یې هم تفصیلي خبرې کړې دي.

پاکستانیو چارواکو سره تر لیدنو کتنو وروسته د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو په ټویټر کې لیکلي، په پاکستان کې يې د نوي حکومت له مشرانو سره پر پوځي او ډیپلوماتيکي اړیکو خبرې کړې دي.

تر اوسه د پاکستان او امریکا حکومتونو د دې لیدنو جزئیات نه دي په ډاګه کړي.

خو د امریکا د بهرنیو چارو وزیر پومپیو نن سهار اسلام اباد ته د سفر پر مهال خبریالانو ته ویلي و، چې پاکستان د ترهګرۍ پر وړاندې هغه ډول اقدامات نه دي کړي، څنګه چې په کار و.

هغه زیاته کړې: ((کله چې د امریکا د استخباراتو مشر وم، نو له پاکستان سره مې له نږدې کار کړی، دواړه هېوادونه له ننګونه سره مخامخ دي، د پاکستان نوي حکومت سره به په ګډه د کار کولو هڅه کوو.))

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.