د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د جوزجان د منګجک ولسوالۍ لپاره د طالبانو ولسوال وژل شوی

د جوزجان د منګجک ولسوالۍ لپاره د طالبانو ولسوال وژل شوی

Sep 05, 2018 - 18:13

شبرغان (پژواک، ۱۴ وږی ۹۷): د جوزجان پولیس وايي چې په دغه ولایت کې له وسله والو طالبانو سره د افغان امنیتي ځواکونو په نښته کې د منګجک ولسوالۍ لپاره د طالبانو نومول شوی ولسوال او د هغه شپږ ملګري وژل شوي دي.

د جوزجان د امنیې قوماندانۍ د امنیت امر سمونوال عبدالحفیظ خاشي پژواک ته وویل، نښته تېره شپه هغه مهال رامنځته شوه چې یو شمېر طالبانو د اقچې ــ منګجک ولسوالیو پر لویه لار د امنیتي ځواکونو پر یوه امنیتي پوسته برید وکړ.

هغه زیاته کړه چې په یاده نښته کې د منګجک ولسوالۍ لپاره د طالبانو د نومول شوي ولسوال قاري نقیب الله جندي د مرستیال په ګډون شپږ طالبان او یو ولسي پاڅون کوونکی وژل شوی دی.

دغه راز نوموړی وايي چې په دې نښته کې لس وسله وال طالبان او درې دولتي سرتېري وژل شوي دي.

هغه وویل چې سیمې ته د تازه دمو سرتېرو تر رسېدو وروسته نښته پای ته رسېدلې او سیمه تر کنترول لاندې ده.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement