د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د خوست ښاریان د دغه ښار د فرعي سړکونو له خرابوالي شکایت کوي

د خوست ښاریان د دغه ښار د فرعي سړکونو له خرابوالي شکایت کوي

Sep 05, 2018 - 11:40

خوست ښار (پژواک، ۱۴ وږی ۹۷): د خوست ښاريان او موټر چلوونکي وايي چې د ښار دننه زياتره فرعي سړکونه تخريب شوي او دا مهال جدي ترميم ته اړتيا لري.

د هغوی په وينا، د دغو سړکونو له امله هره ورځ مالي زيان ويني او په وينا يې که مسوول چارواکي دغه ټکي ته پاملرنه ونه کړي، نو د ښار اوسنۍ بڼه به له دې هم خرابه شي.

ښاريان او موټر چلوونکي د خوست پر ښاروالۍ نيوکې کوي او وايي چې د خلکو د فکر بدلولو په خاطر يې د نمونې په ډول د ښار يو څو سړکونه سر سري جوړ کړل او نور ټول همداسې بې برخلیکه پاتې دي.

۳۱ کلن فضل الرحيم د خوست ښار سپين جومات ته څېرمه د وچې مېوې او خوراکي توکو هټۍ لري.

هغه چې د رخت پر يوه ټوټه يې له ځينو توکو خاورې او ګردونه پاکول، پژواک خبري اژانس ته وويل، کوم سړک چې د ده له هټۍ مخې تېر شوی سړک ټول کنډو کپر دی.

فضل الرحيم وايي چې د خاورو او ګردونو له امله دی هره ورځ له زرو نيولې ان تر پنځو زرو افغانيو پورې مالي زيان ويني.

هغه وايي: ((د ښار سړکونه ټول مات مات دي او د ښار ښکلا هم په سړکونو پورې تړلې ده. زما خو د وچې مېوې او خوراکي توکو دوکان دی، دا چې ګردونه ووهي نو مجبور يم چې ټول سامان لرې وغورځوم؛ ځکه بيا څوک يې نه اخلي.))

دغه راز ۲۹ کلن محمدالله له تېرو شپږو کلونو راهيسې په خوست ښار کې ټکسي چلوي.

نوموړي چې تازه يې سپرلي ښکته کړي وو، له پژواک سره خبرو کې وويل چې د ښار د داخلي سړکونو د خرابوالي له امله يې کاروبار ته ډېر زيان رسېدلی دی.

محمدالله وايي کومې پيسې چې له دغه درکه لاسته راوړي، نيم په نيمه په خپل موټر باندې مصرفوي، ځکه پر وينا يې چې ډېر عوارض کوي.

دی زياتوي: ((د خوست ښار سړکونه ټول مات دي، زموږ موټرو ته عوارض پيدا کوي، ګڼه ګوڼه رامنځته کوي او موږ خپل هدف ته پر وخت رسيده ګي نه شو کولی. په اوونۍ کې يو ځل زه خامخا ۱۵۰۰ افغانۍ د موټر په عوارضو مصرفوم.))

د دغه ولايت يو شمېر نورو اوسېدونکو هم ورته څرګندونې وکړې.

په همدې حال کې د خوست ولايتي شورا رييس کفيل ريحان هم پژواک ته وويل چې له يو دوو سړکونو پرته د خوست ښار ټول فرعي سړکونه له ناوړه وضعيت سره مخ دي او د تګ راتګ پر مهال يې ښاريانو ته ډېرې ستونزې پيدا کړې دي.

هغه زياتوي: ((د مجاهد له څلورلارې او د بلند منزلو سړک پرته نور موږ په خوست ښار کې يو سړک هم روغ نه لرو، ټول خراب دي. دغه سړکونه ۱۵ کاله مخکې جوړ شوي دي، له ښاروالۍ مو غوښتنه دا ده چې دې برخې ته جدي پام وکړي.))

په ورته وخت کې د خوست ښاروال انجينر عبدالبصير محمدزي هم له پژواک سره خبرو کې مني چې د ښار ډېری سړکونه له ناوړه حالت سره مخ دي.

هغه زياتوي چې څلور مياشتې وروسته د خوست په ګډون د هېواد په يو شمېر نورو ښارونو کې د نړيوال بانګ په مالي لګښت د ښاري سيمو د ملاتړ په نوم نوې برنامه پيلېږي.

محمدزی وايي، د دې برنامې په چوکاټ کې دوی پلان لري چې د خوست ښار ټول ۱۸ کيلومتره سړکونه، لښتي او ويالې په اساسي ډول ورغول شي.

ده زياته کړه: ((زه د خوست ټولو ښاريانو ته ډاډ ورکوم چې موږ شپږ ناحيې لرو، په ټولو شپږو ناحيو کې به په متوازن ډول انکشاف رامنځته کېږي او ټول سړکونه به په اساسي ډول جوړېږي.))

محمدزی همدا ډول زياتوي چې دا مهال د ښار په بېلابېلو برخو کې د ۲۶۵ ميليونه افغانيو په ارزښت د بيارغونې پروژې تر کار لاندې دي.

هغه وايي چې د دې پروژو په بشپړېدو سره به ښاريانو ته ډېرې اسانتياوې رامنځته شي، خو ښاريان له دې سره سره بيا هم د ښاروالۍ له خدماتو راضي نه دي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement