ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ننګرهار د زیتونو فابریکه د صابون او کنجارې تولید ته امکانات غواړي

د ننګرهار د زیتونو فابریکه د صابون او کنجارې تولید ته امکانات غواړي

author avatar
5 Sep 2018 - 16:50
د ننګرهار د زیتونو فابریکه د صابون او کنجارې تولید ته امکانات غواړي
author avatar
5 Sep 2018 - 16:50

جلال اباد (پژواک، ۱۳ وږی ۹۷): د ننګرهار د کانال رياست چارواکي وايي، که د دوی اړوند د زيتون د توليد فابريکې ته امکانات ورکړل شي، نو د صابون او کنجارې توليد به هم پيل کړي.

دوی دا هم وايي چې اوس يوازې دغه فابريکه د زيتونو تېل او د زيتونو اچار توليدوي، خو که د فابريکې ځينې تخريب شوې برخې بيا ورغول شي، دوی به د نورو سبزيجاتو د اچارو توليد هم پيل کړي.

د ننګرهار د کانال رييس انجنير سيد اغا مياخېل د وږي په ۱۴مه پژواک اژانس ته په مرکه کې وويل چې د کانال اړوند د زيتونو فابريکه د تېر په پرتله ډېره برخه بېرته رغول شوې، خو د تېلو د توليد يوه برخه يې غير فعال ده.

نوموړی وايي، ياده ماشينري دلته نه پيدا کېږي، بايد د ايټاليا له هېواده را وغوښتل شي چې د وزارت په همکارۍ يې د دې ستونزې د حل هڅې پيل کړې دي.

هغه وايي، پخوا فابريکه له ډېرو ستونزو سره مخ وه، خو په تېرو دوو کلونو کې دومره رغول شوې چې د زيتون تېل او اچار توليدولی شي او د نورو توليداتو د توليد لپاره يې هم زمينې برابرېږي.

دی زياتوي: ((موږ دلته يو شمېر خپل داسې کارګر لرو،چې هغوی د ترميم په برخه کې ډېر وارد دي او هغه امکانات چې موږ خپل درلودل، د همدغو کارګرو پر مټ مو د فابريکې ډېرې برخې ورغولې.))

د کانال د رييس په وينا، که وزارت ورته امکانات په لاس ورکړي او د تېلو د توليد دويمه برخه هم ورغول شي، نو دوی کولی شي چې د صابون او کنجاړې د توليد چارې هم پيل کړي او تر څنګ يې د زيتونو سربېره د نورو سبزيجاتو اچار هم جوړ کړي.

د نوموړي د معلوماتو له مخې، د ننګرهار زيتونو د توليد او پروسس فابريکه د تېلو د توليد د دواړو ماشينونو د فعاليت پر مهال په ورځ کې د ۲۰ ټنو زيتونو د پروسس ظرفيت لري خو اوس دغه کچه د يو ماشين د خرابوالي له امله نيمايي ته را ټیټه شوې ده.

د انجنير مياخېل په وينا، اوس مهال په دې فابريکه کې شل مامورين او د يو شمېر مېرمنو په ګډون ۴۰ فني کارګر کار کوي او که د توليداتو د زياتوالي لپاره يې زمينه برابره شي، نو ښايي کارګر تر دې هم ډېر شي.

د ننګرهار د زيتونو د توليد فابريکه نږدې څلوېښت کاله مخکې د زيتونو باغونو د حاصلاتو د پروسس په خاطر جوړه شوې وه چې هغه مهال يې چارې روسي انجنيرانو مخې ته وړې خو اوس يې ټول کارکوونکي افغانان دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.