د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د يووالي او پراختيا موسسه: د بلخ د ځینو ولسواليو خلک د اوبو کمښت له جدي ستونزې سره مخ دي

د يووالي او پراختيا موسسه: د بلخ د ځینو ولسواليو خلک د اوبو کمښت له جدي ستونزې سره مخ دي

Sep 05, 2018 - 14:58

مزارشريف (پژواک، ۱۴ وږی ۹۷): د يووالي او پراختيايي خدمتونو موسسې مسوولين وايي چې په بلخ ولايت کې د يو شمېر ولسواليو اوسېدونکي د اوبو د کموالي له جدي ستونزې سره مخ دي.

د يادې موسسې له خوا د وږي په ۱۴مه مزارشريف ښار کې د کرنې، کار او ټولنيزو چارو رياستونو د استازو او د بلخ د څلورو ولسواليو د يو شمېر اوسېدونکو تر منځ ناسته جوړه شوې ده.

د يووالي او پراختيايي خدماتو موسسې عمومي مسوول امين الله معظم پژواک ته وويل چې د مسوولينو او خلکو ترمنځ له ګډې ناستې جوړېدو يې موخه دا ده څو ولس وکولای شي نېغ په نېغه خپلې ستونزې له چارواکو سره شريکې کړي.

هغه زياته کړه چې د بلخ د مارمل، خُلم، خاص بلخ او نهرشاهي ولسواليو له اوسېدونکو سره د ليدنو کتنو پر مهال ورته خلکو په يادو ولسواليو کې د اوبو د کمښت له امله شکايت کړی دی.

نوموړی زياتوي چې په يادو ولسواليو کې د يو شمېر سيمو خلک ان د څښلو اوبو ته هم لاسرسی نه لري.

نوموړي همدا راز وويل چې د يادو ولسواليو ډېری مېرمنو ورته شکايت کړی چې د کار او ټولنيزو چارو رياست لرو پرتو سيمو ته پاملرنه نه کوي.

معظم غوښتنه وکړه چې دولتي ادارې بايد د امکان تر بريده خپلې چارې لرو پرتو سيمو ته هم وغځوي.

د مارمل ولسوالۍ اوسېدونکي عبدالغفور چې دغه پروګرام کې يې ګډون کړی پژواک ته وويل چې د ولسوالۍ خلک يې د اوبو له جدي کمښت سره مخ دي.

د هغه په وينا، مارمل ولسوالۍ پراخې کرنيزې ځمکې لري چې سږ کال يې  د وچکالۍ له امله ډېرې کروندې وچې شوې دي.

نوموړی زياتوي چې له همدې امله د يادې ولسوالۍ زيات شمېر کروندګر او مالداران زيانمن شوي دي.

غفور زياته کړه: ((روانې وچکالۍ او د اوبو کموالي له امله ډېر باغونه وچ شول، للمي کښتونه خو په هېڅ صورت حاصل ته ونه رسېدل، حتی تر دې چې د وښو نه شتون له امله مالدارانو خپل څاروي په نيمه بيه وپلورل.))

هغه وايي چې د وچکالۍ له امله له زيانمن شوو خلکو سره تر دې مهاله هېڅ دولتي ارګان مرسته نه ده کړې.

د نهرشاهي ولسوالۍ د بابه علي شېر کلي د ښځو رييسه عزيزه نوري وايي چې په ياده ولسوالۍ کې ډېری خلک د څښلو پاکو اوبو ته هم لاسرسی نه لري.

هغې پژواک ته وويل چې څو څو ځلې يې اړوندو دولتي ادارو ته وړانديزونه کړي او خپلې ستونزې يې ورسره شريکي کړې خو هغوی يې په تړاو تر اوسه اساسي کار نه دی کړی.

مېرمن نوري زياته کړه: ((اوس هم زموږ په کلي کې خلک د څښلو پاکو اوبو ته لاسرسی نه لري، هغه کسان چې موټر، موټرسايکل او زرنج لري؛ نو له نورو سيمو ځان ته اوبه راوړي او هغوی چې ياد وسايل نه لري، د ويالې له اوبو استفاده کوي چې ډېرې ناپاکې دي.))

هغې له حکومته غوښتنه وکړه چې لږ تر لږه هغو لرو پرتو سيمو ته خدمات ورسوي چې امنيت يې د ډاډ وړ دی.

د بلخ د کرنې، مالدارۍ او اوبو لګونې رياست چارواکي هم د بلخ په يو شمېر ولسواليو کې د اوبو د کمښت ستونزه تاييدوي.

عبدالغني فقيريار چې په ياده غونډه کې يې د بلخ د کرنې رياست په استازولۍ ګډون کړی، وايي چې ياد رياست د اوبو رسونې په برخه کې ډېر فعاليتونه کړي دي.

نوموړي پژواک ته وويل چې په ډېری ولسواليو کې د څښاک پاکو اوبو څاګانې جوړې شوې او همدا راز د کرنې برخه کې د اوبو د تنظيم ډېری کانالونه په اساسي ډول رغول شوي دي.

فقيريار مني چې د اوبو په تړاو ترسره شوي فعاليتونه لا هم بسنه نه کوي او په دې برخه کې د لا ډېرو هڅو اړتيا ليدل کېږي.

نوموړي زياته کړه، د کرنې رياست هڅه کوي څو په کليو کې د اوبو د وړو بندونو په جوړولو سره د اوبو د ضايعاتو مخنيوی وکړي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement