د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د ښرنې تړل شوي ښوونځي بېرته پرانیستل شول

د ښرنې تړل شوي ښوونځي بېرته پرانیستل شول

Sep 05, 2018 - 17:39

ښرنه (پژواک، ١٤ وږى ٩٧): د پکتیکا د مرکز ښرنې ښوونځي د سیمې د مشرانو په مرسته د زده کوونکو پر مخ نن پرانیستل شول او وسله والو طالبانو يې د ساتلو ډاډ ورکړی دى.

دوه ورځې وړاندې د ښرنې په دوو ښوونځیو کې چاودنې وشوې او یو يې هم په راکټ وویشتل شو، خو مسوولیت یې هېڅ کومې ډلې پر غاړه وانه خیست چې له هغه راهیسې په ښرنه کې څو ښوونځي د بریدونو له وېرې تړلي وو.

خو نن د ښوونځیو پرانیستلو پر مهال د سیمې اوسېدونکو د خوښۍ تر څنګ د هغو ښوونځيو پاکولو لپاره هم حشر ترسره کړ چې دوه ورځې مخکې چاودنې په کې شوې وې.

د ښوونځیو د پرانیستلو پر مهال قومي مشر حاجي بادشاه خان وویل، د دوى په لسګونه قومي مشران وسله والو طالبانو ته ورغلل او هغوى ته يې د هغو چاودنو یادونه وکړه چې په ښوونځیو کې شوې وې.

ده زياته کړه، طالبانو د چاودنو د رد تر څنګ هغوى ته د ښوونځیو د ساتلو ډاډ په لیکلې بڼه ورکړ.

په لیک کې لیکل شوي، نور دې زده کوونکي او ښوونکي درسونو ته د پخوا په ډول ادامه ورکړي، په دغه لیک کې دا هم لیکل شوي چې په ښوونځیو کې دوى چاودنې نه دي کړې.

يو بل قومي مشر مجاهد رشيد وويل چې د ښوونځيو ساتنه د هر افغان اسلامي او ټولنيزه دنده ده او دا دنده دې هر لوری په سم ډول ترسره کړي.

د هغه په وينا، بند ښوونځي به د قومي مشرانو، ځوانانو په مرسته بيا ورغوي او هېڅ ډول همکاري به له ښوونکو او زده کوونکو سره ونه سپموي.

د عمران او جاوېد په نومونو دوه زده کوونکي وايي چې په دغه ولايت کې شپږ مياشتې کېږي چې درسونه پيل شوي، خو دوی بشپړه مياشت د بېلابېلو ستونزو له امله درسونه نه دي ويلي.

د پکتیکا د پوهني ريیس انجنیر محراب الدین شفق پژواک خبري اژانس ته وویل، هغه ښوونځي چې چاودنې په کې شوې، د ترمیم چارې به یې ژر پیل کړي.

نوموړي دا هم وویل چې معارف په هېچا پسې نه دی تړلی، بلکې د ولسونو ګډ کور دى او ټول يې باید ساتنه وکړي.

نوموړي له رسنیو او قومي مشرانو مننه وکړه چې د ستونزې په حل کې يې مرسته وکړه.

د ښوونځیو په پرانیستلو سره زده کوونکي هم خوشحاله دي او وايي چې نور به په ډاډه زړه خپلو درسونو ته دوام ورکړي.

دوى په جنګ کې له ښکېلو غاړو غوښتنه کوي چې نور دې د دوى درسونه له خنډ او ځنډ سره نه مخ کوي.

نښه: 

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement