ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کابل په ځانمرګي بريد او موټربم چاودنه کې ٢١ تنه وژل شوي او ٨٧  ټپيان دي

د کابل په ځانمرګي بريد او موټربم چاودنه کې ٢١ تنه وژل شوي او ٨٧ ټپيان دي

author avatar
5 Sep 2018 - 18:40
د کابل په ځانمرګي بريد او موټربم چاودنه کې ٢١ تنه وژل شوي او ٨٧  ټپيان دي
author avatar
5 Sep 2018 - 18:40

څلورم تعقيب - کابل (پژواک، ١٤ وږى ٩٧): چارواکي وايي، د کابل ښار په شپږمه حوزه کې په پرله پسې ځانمرګي بريد او موټر بم چاودنه کې ٢١ تنه وژل شوي او کابو ٨٧ تنه نور ټپيان دي.

د کابل د امنيه قومندانۍ وياند حشمت ستانکزي، پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن مازيګر کابو شپږ بجې د شپږمې حوزې اړوند په قلعه ناظر سيمه کې په يوه ورزشي کلپ کې ځانمرګى بريد شوى دى.

ده زياته کړه، تر دې بريد وروسته په څه باندې ٧ بجو د پېښې سيمې ته څېرمه د موټر بم چاودنه شوې چې په دواړو پېښو کې د عامې روغتيا وزارت وياند وحيد مجروح وايي ٢١ تنه وژل شوي او ٨٧  نور ټپيان دي.

د يادې شوې سيمې يوه اوسېدونکي محمد داوود پژواک خبري اژانس ته وويل چې لومړۍ پېښه د خاتم الانبياء لوبغالي اړوند د پهلوانۍ په يوه ورزشي کلپ کې شوې ده.

ده زياته کړه، تر لومړنۍ پېښې وروسته، د ماښام په څه باندې ٧ بجو بله چاودنه هم وشوه.

ويل کېږي چې په دوهمه چاودنه کې څو تنو خبريالانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.

د ازادو رسنيو ملاتړ ادارې (نى) د طلوع د يوه خبريال د وژل کېدو او بل د ټپي کېدو او همداراز د څلورو نورو خبريالانو ژوبلېدل تاييد کړى دى.

داعش ډلې د دې بريدونو مسووليت په غاړه اخيستى دى.

له بلې خوا ولسمشر غني دغه دواړو پېښې سختې غندلې دي.

له ارګ څخه پژواک اژانس ته په رارسېدلې خبرپاڼه کې راغلي چې جنایتکاره تروریستان له مرګ، وحشت، ورانۍ او جنایت پرته بل هیڅ هدف نه لري او پر ښوونځي، مدرسې، جومات، بازار، ورزشي ځایونو او ملکي وګړو برید د دې جنایتکارانو اصلي موخه  ګرځېدلې ده.

سرچينه کاږي، پر ملکي وګړو او د رسنیو په کارکوونکو برید د بیان پر آزادۍ برید او بشري ضد جنایت دی.

سرچينه زياتوي، ولسمشر غني دغه تروریستي پېښې سختې وغندلې او اړوندو مسوولینو ته یې لارښوونه وکړه چې ټپیانو او د قربانیانو کورنیو ته عاجله رسېدګي وکړي او ددې دردناکې پېښې د رامنځته کېدو څرنګوالی وارزوي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.