ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“د مسعود پلویان باید د وسلې له لېږد او د خلکو له ځورونې ځان وساتي”

“د مسعود پلویان باید د وسلې له لېږد او د خلکو له ځورونې ځان وساتي”

author avatar
6 Sep 2018 - 18:20
“د مسعود پلویان باید د وسلې له لېږد او د خلکو له ځورونې ځان وساتي”
author avatar
6 Sep 2018 - 18:20

کابل (پژواک، ۱۵ وږی ۹۷): د احمدشاه مسعود بنسټ وايي چې دا ځل به د شهید اوونۍ د تېرو کلونوپه پرتله په متفاوته بڼه ونمانځل شي او هغه حرکتونه چې پر سړکونو ترسره کېږي  مسوولیت يې د یاد بنسټ پر غاړه نه دی.

 د احمدشاه مسعود بنسټ رییس احمد ولي مسعود نن هغې غونډې ته چې د شهید اوونۍ د نمانځلو د څرنګوالي په اړه معلوماتو ته ځانګړې شوې وه وویل، سږ کال د شهید اوونۍ د تېرو کلونو په پرتله په متفاوته بڼه نمانځل کېږي.

 هغه زیاته کړه: ((موږ د شهیدانو یاد، د ختم او خیرات په ترسره کولو پیل کړی او له خلکو هم غواړو چې د افغانستان د شهیدانو د روح لپاره ختم او خیرت وکړي.))

 نوموړي زیاته کړه، امنیتي ځواکونو ته د وینې ورکول، د ګل اېښودو مراسم، دولتي رسمي مراسم، ختم او خیرات، د شپې د قران کریم تلاوت، کلتوري او شعري شپې او نور هغه پروګرامونه دي چې د احمد شاه مسعود بنسټ به یې د شهید په اوونۍ کې ترسره کړي.

 هغه وویل: ((له ټولو هېوادوالو غواړو چې د وږي له ۱۸ مې یوه ورځ مخکې د هېواد امنیتي او دفاعي ځواکونو ته چې هره ورځ په سنګر کې قرباني ورکوي وینه ور کړي او د عامې روغتیا له وزارت سره مو هم د وینې ورکولو د مرکزو د جوړېدو په اړه خبرې کړې دي.))

 د احمدشاه مسعود بنسټ رییس له هېوادوالو وغوښتل چې د شهید اوونۍ کې  په ټول هېواد کې د افغانستان د ښکاره او پټو دښمنانو پر وړاندې په ملي یووالي سره ودرېږي تر څو له دې ګواښوونکې مرحلې څخه تېر شي.

 هغه دې ته په اشاره چې د لارو د سر حرکتونو پړه د بنسټ پر غاړه نه ده وویل، لاریونونه د خلکو حق دی خو د مسعود پلویان باید د وسلې له لېږد را لېږد او د خلکو له ځورونې ځان وساتي.

 نوموړي وويل چې ځينې خلک قصدا یا په ناخبرۍ له دې ورځې څخه په ناوړه ګته اخیستو د خلکو د ځورونې لامل ګرځي او له هېوادوالو یې وغوښتل چې د شهید اوونۍ ته احترام وکړي او د خلکو په ځورولو عامه فکرونه ګډوډ نه کړي.

 دا په داسې حال کې ده چې په تېرو کلونو کې د شهید په اوونۍ کې یو شمېر ځوانانو له خپلو موټرو سره په کابل ښار کې تګ راتګ کاوه او د خلکو د ځورنې لامل ګرځېدل، خو دا ډول حرکتونه تل د احمدشاه مسعود بنسټ د مسوولینو له خوا ناوړه استفاده کول بلل شوي دي.

 احمدشاه مسعود د دوست محمد زوی چې د ۱۹۵۸ کال په سپټمبر میاشت کې پنجشېر کې زېږېدلی دی. نوموړى د جهاد پرمهال په پنجشېر دره کې د شورويانو پرضد  وجنګېد.

احمدشاه مسعود د ۱۳۸۰ کال د وږي په ۱۸ مه چې د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر میاشتې له ۹ مې نېټې سره برابره ده، د امریکا په نیویارک کې پر نړیوال سوداګریز مرکز له بريده دوه ورځې مخکې د دوه عربو له خوا چې ځانونه یې د یوې بهرنۍ رسنۍ ژورنالېستان معرفي کړي و د تخار ولایت په خواجه بهاالدین سیمه کې ووژل شو.

دا ورځ هر کال د شهید د اوونۍ د پیل په نوم په ټول هېواد کې په رسمي او غیررسمي ډول نمانځل کېږي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.