ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ننګرهار والي: د پوهنيز بهير پر وړاندې هېڅ امنيتي خنډ نشته

د ننګرهار والي: د پوهنيز بهير پر وړاندې هېڅ امنيتي خنډ نشته

author avatar
6 Sep 2018 - 14:34
د ننګرهار والي: د پوهنيز بهير پر وړاندې هېڅ امنيتي خنډ نشته
author avatar
6 Sep 2018 - 14:34

جلال اباد (پژواک، ۱۵ وږی ۹۷): د ننګرهار والي وايي، په دغه ولايت کې د ښوونيز بهير پر وړاندې ټول امنيتي خنډونه له منځه وړل شوي او کورنۍ بايد له کومې وېرې او ډار پرته خپل اولادونه ښوونځيو ته ولېږي.

حيات الله حيات دا څرګندونې د وږي په ۱۵مه د دغه ولايت په تودو سيمو ښوونځيو کې د نوي تعليمي کال د پيل په مراسمو کې وکړې او دا ژمنه يې هم وکړه چې د روان کال تر پايه به ښوونکو ته د نومرو د ورکړې زمينه هم برابره کړي.

د ننګرهار ولایت مرکز او اتلس ولسوالیو کې ښوونځي د تودو سيمو د ښوونیز کال مطابق مخې ته ځي چې ۶۲۳ ښوونځي په کې موجود دي او د دوه سوه او ۱۱زره او ۱۸۳ نجونو په ګډون په کې ۵ سوه ۷۷ زره او ۹۷۷ زده کوونکي زده کړې کوي.

د دغو ښوونځيو د تېر ښوونیز کال وروستۍ ازموينه د امنيتي ګواښونو له امله وانه خيستل شوه او ښوونځي رخصت شول، له هغه وروسته له خلکو سره دا اندېښنې موجودې وې چې ګواکې نوی ښوونیز کال به له خنډونو او د وسله والو له برېدونو ډک کال وي.

خو نن د نوي ښوونیز کال د پرانيستې پر مهال د ننګرهار والي ډاډ ورکړ چې اوس د امنيتي ځواکونو د پرله پسې عملياتو او کشفي ارګانونو د هڅو په نتيجه کې وضعيت تر کنټرول لاندې راغلی او د پوهنيز بهير پر وړاندې هېڅ امنيتي ستونزه موجود نه ده.

هغه زياته کړه: ((زه د ننګرهار ټولو هغو مېندو او پلرونو ته چې اولادونه يې مکتونو ته ځي اطمنان ورکوم، چې د ښوونځيو لپاره ځانګړي امنيتي تدابير نيول شوي، د دوی اولادونه دې په ډاډمن زړه لاړ شي او خپلو درسونو کې دې اشتراک وکړي.))

والي دغه راز د ننګرهار ولايت د ښوونکو د نومرو او دغه راز د ښوونځيو لپاره د خپلو ځمکو او ودانيو جوړېدو په برخه کې هم ژمنې وکړې او ډاډ يې ورکړ چې د کال تر پايه به ټولو ښوونکو ته نومرې وېشي او ښوونځي به د خپلو ځمکو لرونکي شي.

حيات زياته کړه: ((دا ځل به يوازې ژمنه نه وي، عمل به هم وي، د ښوونکو کوم ښارګوټي چې غصب شوي، له غاصبينو به راخلاصېږي، هغه که زورواکي وي او يا بل څوک. دغه راز روان کال به يو شمېر ښوونځيو ته ودانۍ هم ورغول شي.))

بلخوا د ننګرهار د پوهنې رییس حسيب الله شينواري وويل، د دغه ولایت په تودو سیمو کې په ۶۲۳ ښوونځيو کې نن  رسماٌ ښوونیز کال پیل شو چې په کې د دوه سوه ۱۱زره او ۱۸۳ نجونو په ګډون په کې ۵ سوه ۷۷ زره او ۹۷۷ تنه زده کوونکي پر زده کړو بوخت دي. .

هغه په لرو پرتو سيمو کې د نجونو د زده کړو پر وړاندې لا هم د کلتوري محدوديتونو د موجوديت له امله اندېښنه وښوده او زياته يې کړه چې ډېرو ولسواليو کې نجونې تر نهم ټولګي وروسته زده کړو ته نه پرېښودل کېږي چې علت يې هم هلته د ښځينه ښوونکو نه موجوديت دی.

د یادو مراسمو په ترڅ کې پر زنګ وهلو سربېره د ننګرهار والي او د پوهنې ريیس له لوري په رسمي ډول د نوي ښوونیز کال د ښوونځیو د زده کوونکو د حاضرۍ او ترقي تعلیم کتابونه د لېسو امرینو ته ورکړل شول.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.