ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

زمري پیکان ته د بندي کېدو پر ځای ۲۰ امنیتي ساتونکي ورکړل شوي

زمري پیکان ته د بندي کېدو پر ځای ۲۰ امنیتي ساتونکي ورکړل شوي

author avatar
6 Sep 2018 - 12:04
زمري پیکان ته د بندي کېدو پر ځای ۲۰ امنیتي ساتونکي ورکړل شوي
author avatar
6 Sep 2018 - 12:04

 

تعقيبي-کابل (پژواک، ١٤ وږی ۹٧): د عامه نظم د پولیسو پخوانی قوماندان شاوخوا لس میاشتې مخکې د لومړنۍ محکمې له لوري پر اته نیم کاله بند محکوم شو، خو نوموړي ته د بندي کېدو پر ځای د وسله والو ځواکونو لوی درستیز ۲۰ ساتونکي ورکړي دي خو پيکان دغه مسله ردوي.

د اداري فساد له لویو جرمونو سره د مبارزې د عدلي او قضايي مرکز لومړنۍ محکمې د ۱۳۹۶ کال په لیندۍ میاشت کې د عامه نظم د پولیسو پخوانی قوماندان د وژنې او له واکه د ناوړې استفادې له امله پر اته کاله او شپږ میاشتو بند محکوم کړ او په دې قضیه کې اتو نورو تورنو کسانو ته له یو کال او یوې میاشتې څخه تر اتو کلونو د بند سزا ورکړل شوه.

دغه علني محاکمه له جنرال پیکان او زوی (د یو کس پر وژنه تورن، مختار پیکان) پرته یې د نورو تورنو کسانو په شتون کې ترسره شوې وه.

د یادې لومړنۍ محاکمې له پرېکړې شاوخوا لس میاشتې تېرېږي خو د لوی څارنوال د معلوماتو له مخې، تر اوسه دغه قضیه د استیناف محکمې نه ده څېړلې، ان زمری پیکان تر اوسه نیول شوی نه دی.

د لوی څارنوال ویاند جمشېد رسولي په دې اړه چې د پیکان د نیولو هڅه کېږي که نه؟ وویل، په دې اړه باید د کورنیو چارو وزارت ځواب ورکړي.

پژواک خبري اژانس د کورنیو چارو وزارت د ویاند له دفتر سره له پرله پسې اړیکو نیولو وروسته هم دې پوښتنې ته ځواب پيدا نه کړ.

 

د حقوقي مسایلو د کارپوه محمد کبیر رنجبر په خبره، د قانون او قضايي اصل له مخې، هغه کسان چې په لومړنۍ محکمه کې پر تنفیذي بند محکوم شي، باید د پولیسو په مرسته د لويې څارنوالۍ له لوري ونیول شي.

خو زمری پيکان نه یوازې نیول شوی نه دی، بلکې د ساتنې لپاره ورته ۲۰ ساتونکي هم ورکړل شوي دي.

د ملي دفاع وزارت مرستیال ویاند وايي چې زمرۍ پیکان په احتیاطي بست کې دی او په خپل کور کې اوسېږي.

دغه راز د غوښتنلیک هغه کاپي چې پژواک ترلاسه کړې ده، څرګندوي چې زمري پیکان د ملي دفاع وزارت د وسله والو ځواکونو له لوی درستیز څخه د ۲۰ ساتونکو غوښتنه کړې او د روان کال د زمري په ۶مه یې د ۲۰ ساتونکو د جذب غوښتنلیک احکام شوی هم دی.

د زمري پیکان په غوښتنلیک کې راغلي: «مخکې په شفاهي توګه د کورنیو چارو د محترم وزیر په امر زما د ساتنې لپاره د عامه نظم ۲۰ پولیس په خدمت ګومارل شوي وو، وروسته له کورنیو چارو وزارته دفاع وزارت ته د عامه امن او نظم د قوماندان د لېږد په اړه د ولسمشر د حکم په صادرېدو د هغوی خدمت ختم شو.

دا چې له امنیتي ګواښونو سره مخ یم او د هرې ورځې په تېرېدو دغه ګواښونه زیاتېږي او د درېیمې محمکې تر پرېکړې پورې د دوسیې مراحلو طی کولو په جریان کې له جدي امنیتي ګواښ سره مخ نه شم، نو ځکه ستاسو له محترم مقام څخه هیله لرم چې د عامه نظم د هغو سرتېرو په تړاو چې نوملړ یې په پاڼه کې یاد شوی، د دې قوماندانۍ مشرتابه ته امر ورکول به مو لورینه وي.» د پاسوال زمري پیکان لاسلیک

د وسله ځواکونو لوی درستیز جنرال محمد شریف یفتلي په دغه غوښتنلیک کې داسې احکام ورکړي: ((

د عامه نظم محترمه قومانداني د د کابل ښار امنیتي وضعیت او د زمري پيکان غوښتنلیک ته په کتو په خدمتي ډول د ۲۰ کسانو د جذب، معاشونو د ورکړې او اعاشې په ورکولو کې اجرات وکړي.))

د ملي دفاع وزارت مرستیال ویاند محمد رادمنش وايي چې پیکان ته د امنیتي ځواکونو د ګومارلو په تړاو دې له لوی درستیز سره خبرې وشي.

خو پاسوال زمري پيکان پژواک ته وويل چې د حکومت ساتونکي او وسلې له ده سره نشته دي.

هغه د ياد شوي مکتوب په اړه جزئيات وړاندې نه کړل خو زياته يې کړه: (( پوره يو کال کيږي چې د هيواد په شمال کې په خپل کور کې اوسيږي.))

پيکان د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې د عدلي او قضايي مرکز د ابتداييه محکمې د حکم په اړه وويل: “هر وخت چې د اخر الزمان قاضيان ورک شي، عدلي او قضايي نظام له سياست نه بهر شي، بيا به محکمې ته ورشو.” 

 

 

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.