میمنه (پژواک، ۱۵ وږی ۹۷): په فاریاب کې د ۳۴ ميلیون افغانیو په لګښت د پنځه زره متر یک ټنه په ظرفیت د غنمو د یوې سترې زېرمې د بنسټ ډبره کېښودل شوه.
د فاریاب والي نقیب الله فایق نن په میمنه کې د دې زېرمې د بنسټ ډبرې د اېښودو پر مهال وویل: ((د دغه ولایت سیمه ییزې ادارې او اوسېدونکو په فاریاب کې د داډول زېرمې جوړېدو ته اړتیا درلوده چې له نېکه مرغه نن د هغو د جوړېدو چارې پیل شوې.))
نوموړي زیاته کړه، سیمه ییزه او مرکزي اداره هڅه کوي چې د یو شمېر هغو پروژو چارې چې د ځينو ستونزو له امله درېدلې وې بېرته پيل کړي.
د فاریاب د کرنې رییس محمد سلیم رنجبر وايي چې دغه زېرمه د ۵۰۰۰ متر یک ټن غنمو د زېرمه کېدو توان لري.
هغه روښانه کړه چې یاده زېرمه د کرنې، اوبو لګولو او مالدراۍ وزارت په ۳۴ ميلیونه افغانیو لګښت د میمنې ښار د لومړۍ ناحیې د «دمقول» سیمې په دوه جرېبه ځمکه کې جوړېږي چې ۱۱۴ متره اوږدوالى او ۲۵ متره بر لري.
رنجبر د دې زېرمې د جوړېدو موخه په بېړني وضعیت کې د غله جاتو زېرمه کول وبلل.
نوموړي دغه راز په نږدې راتلونکې کې د ۱۰ متر یک ټنه په ظرفیت د بلې زېرمې د جوړېدو خبر هم ورکړ.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن