ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ځيني کسان د کندهار د پوهنې بهير کې لاسوهنه کوي

ځيني کسان د کندهار د پوهنې بهير کې لاسوهنه کوي

author avatar
6 Sep 2018 - 15:59
ځيني کسان د کندهار د پوهنې بهير کې لاسوهنه کوي
author avatar
6 Sep 2018 - 15:59

کندهار (پژواک، ۱۵ وږی ۹۷ ): په کندهار کې نوی ښوونیز کال په داسې حال کې پيل شو چې ۱٠۳ ښوونځي تړلي، د ښوونکو تشکیل او تدریسي کتابونه کم دي او ګڼ ښوونځي ودانۍ نه لري.

د ښوونیز کال د پيل په مراسمو کې چې د کندهار ښار په فاضل کندهاري عالي لېسه کې جوړ شوي وو، د کندهار مرستيال والي عبدالحنان منیب، د پوهنې رییس عبدالقادر پیوستون، د ولایتي شورا مشر او غړو، والدینو او زده کوونکو ګډون کړی و.

د پوهنې رییس عبدالقادر پیوستون وویل، که څه هم په کندهار کې د پوهنې بهیر له ګڼو ستونزو سره مخ دی، خو هڅه کوي بند ښوونځي پرانیزي، د ښوونکو تشکیل او د کتابونو کمښت پوره کړي، د ښوونځیو لپاره ودانۍ جوړې کړي او په اداري سیسټم کې د فساد مخنیوی وکړي.

هغه زیاته کړه، کندهار په خپل تشکیل کې ۴۷۰ ښوونځي لري، تر تېر کال پورې له دې ډلې ۱۵۳ ښوونځي تړلي وو، خو په تېر کال کې د ۵۰ بندو ښوونځيو په پرانیستلو دغه شمېر ۱٠۳ ته راټیټ شو.

دی وايي، د پاتې ۱٠۳ بندو ښوونځیو د بیا پرانیستل کېدو په اړه د پوهنې له وزارت سره خبرې روانې دي څو د ښوونکو د تشکیل او نورو خدماتو په برخه کې ورسره مرسته وکړي.

د بندو ښوونځیو امله په دغه ولایت کې زرګونه ماشومان له زده کړو بې برخې دي.

نوموړي د ښوونکو د تشکیل کمښت، د ښوونځیو لپاره د ودانیو او کتابونو نشتوالی د پوهنې د بهیر پر وړاندې نور خنډونه وګڼل.

ده وویل،د کندهار د پوهنې ریاست د ۴۸۰۰ ښوونکو تر څنګ زرګونو نورو ښوونکو ته اړتیا لري چې په دندو یې وګوماري خو اوسمهال یې سلګونه کسان د حق الزحمه او خدمتي ښوونکو په توګه ګومارلي دي.

ده د ښوونځیو لپاره د ودانیو د نشتوالي په اړه وویل، د دې ولایت ۵۰ سلنه ښوونځي ودانۍ نه لري او ان په کندهار ښار کې هم ډېری زده کوونکي په خېمو کې زده کړې کوي.

په کندهار کې د ۳۵۱ ښوونځيو له ډلې یوازې ۲۰۷ ښوونځي ودانۍ لري او پاتې هیڅ ودانۍ نه لري.

د پيوستون په خبره، د دې تر څنګ شته ودانۍ هم ترمیم ته اړتیا لري چې له ښه مرغه د پوهنې وزارت په مرسته د ښوونیز کال له پيل وړاندې د کندهار ښار او ولسوالیو د ۳۳ ښوونځيو د ودانیو د ترمیم چارې پيل شوي دي.

د پوهنې رییس د تدریسي کتابونو د کمښت ستونزه هم ډېرې جدي وګڼله او ویې ویل تېر کال هم د ګڼو

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.