ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

چارواکي: هلمند کې به سږ کال تړلي سل ښوونځي بیا فعال شي

چارواکي: هلمند کې به سږ کال تړلي سل ښوونځي بیا فعال شي

author avatar
6 Sep 2018 - 16:11
چارواکي: هلمند کې به سږ کال تړلي سل ښوونځي بیا فعال شي
author avatar
6 Sep 2018 - 16:11

لښکرګاه (پژواک، ١٥ وږى ٩٧): د هلمند د پوهنې رياست چارواکي وايي چې د روان کال په اوږدو کې به د نا امنۍ له امله له تړل شوو ١٢٠ ښوونځیو سل يې بېرته د زده کوونکو پر مخ پرانيستل شي.

دغه څرګندونې د هلمند د پوهنې رييس داود شاه صفاري د نوي ښوونيز کال د پيل په مراسمو کې وکړې.

صفاري وويل چې په دغه ولايت کې ټول څلور سوه ښوونيز مرکزونه دي چې له دغه شمېر څخه ١١٩ ښوونځي يې د نا امنيو او نورو ستونزو له امله تړل شوي دي.

هغه زياته کړه: ((سږ کال به زموږ کوښښ دا وي چې سل تړل شوي ښوونځي بېرته پرانيزو، په دې اړه مو له قومي مشرانو او طالبانو سره خبرې کړې دي.))

د نوموړي په خبره، سره له دې چې په دغه ولايت کې د ځينو ستونزو له امله شپږ سوه زره په شرايطو برابر کسان له زده کړو بې برخې دي، خو سږ کال به ٣٠زره نوي زده کوونکي جذب کړاى شي.

د هغه په وينا، که څه هم چې د بودجي له کمښت سره مخ دي خو په تېر کال کې ٦٦ پروژې بشپړې شوې او دا مهال د ١٣٠ ميليونه افغانيو په ارزښت پروژې تر کار لاندې دي.

د صفاري د معلوماتو له مخې، د ودانيو د نه شتون له امله دا مهال سل ښوونځي په کرايي کورونو کې دي او ٥٦ ښوونځيو د ودانيو برخليک تر اوسه هېڅ معلوم نه دى.

ده زياته کړه: ((د اصلاحاتو په موخه ټول هغه استادان چې له ولسواليو مرکز ته خدمتي راغلي، بېرته به ولسواليو ته ولېږل شي.))

هغه دا هم وويل چې په دغه ولايت کې شاوخوا زر استادان کم دي خو سږ ورته تر اوسه ٢٣٠ نور ښوونکي منظور شوي دي.

دى زياتوي چې د پوهنې وزارت له لوري دوى ته سږ کال ١،٥ ميليونه نوي کتابونه ورکول کېږي خو سره دې بيا به هم د کتابونو د کمښت له ستونزې سره مخ وي.

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.