ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د اسلامي بېمې د طرحې او تدوين تړون لاسليک شو

د اسلامي بېمې د طرحې او تدوين تړون لاسليک شو

author avatar
6 Sep 2018 - 11:21
د اسلامي بېمې د طرحې او تدوين تړون لاسليک شو
author avatar
6 Sep 2018 - 11:21

کابل (پژواک، ١٥ وږى٩٧): د ماليې وزارت د بېمې چارو لوی رياست او کريډېټ سلوشنز مالي مشورتي شرکت ترمنځ د اسلامي بېمې د طرحې او تدوين تړون لاسليک شو.

د اسلامي بېمې (تکافل) د طرحې او تدوین قرارداد د مالیې وزارت د مالي مرستیال خالد پاینده او د کرېډېټ سلوشنز مالي مشورتي شرکت د رييس الهام الحق منتخب ترمنځ په ياد وزارت کې لاسليک شو.

په دې اړه نیول شوو مراسمو کې د مالیې وزارت د بېمې چارو لوی رييس موسی کاموي په افغانستان کی د اسلامي پراختیایې بانک استازي عطاالرحمن درانی، داخلي خصوصي او دولتي  د بېمو شرکتونو رييسانو او استازو او د بېمې چارو لوی ریاست اړوندو متخصصینو او يو شمېر کارکوونکو ګډون کړی و.

د ماليې وزارت مالي مرستيال خالد پاينده وويل چې په هېواد کې د اسلامي بېمې يا تکافل د ودې او پراختیا لپاره حقوقي چوکاټ جوړول لومړی اړین ګام دی.

هغه زياته کړه: ((زموږ هڅه دا ده چې د اسلامي هېوادونو له بریالیو تجربو په ګټې اخیستنې او د افغانستان شرایطو ته په پام کې نیولو سره د تکافل لپاره یو جامع او په ټوله معنا د پلي کېدو وړ قانون جوړ او رامنځته کړو چې د بېمې سکتور د ودې لپاره حقوقي جامع چوکاټ لرل غوره لاره ده.))

هغه له اسلامي پراختیایي بانک څخه مننه وکړه چې د يادې پروژو د تمویل برخه کې یې د دوى غوښتنه ومنله او په هېواد کې د دغه صنعت د ودې لپاره د بانک د همکاریو د دوام غوښتونکي دي.

د اسلامي پراختیایې بانک استازي عطاالرحمن دراني وويل چې په افغانستان کې د اسلامي بېمې قانون د طرحې او تدوین جوړول به د بېمو شرکتونو ته اسلامي معيارونو ته په کتو سره د شريعي قانون پر اساس د خدمتونو وړاندې کولو زمینه برابره کړي.

هغه وايي، د تکافل خدمتونو په وړاندې کېدو سره به د افغانستان د بېمې سکتور لا وده وکړي او لا نور هېوادوال به د بېمې له خدمتونو برخمن شي.

ده زياته کړه: ((موږ هيله لرو چې د تکافل افغاني متخصصین او حقوقي مشاورین به په ګډه د افغانستان د بېمې اوسنی وضعیت و ارزوي او د هغه پر اساس داسې قانون طرح کړي چې د افغانستان له دیني، اقتصادي او ټولنیز چاپېریال سره همغږی وي.))

 

د کريډېټ سلوشنز مشورتي شرکت رييس الهام الحق منتخب وايي چې دا پروژه د افغانستان د بېمې سکتور د ودې لپاره ډېره اړینه ده چې د پلې کېدو لپاره یې لازم اقدامات ترسره شوي دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.