ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د افغان مېرمنو د پياوړتيا لپاره د لسو ميليونو ډالرو د مرستې ژمنه وشوه

د افغان مېرمنو د پياوړتيا لپاره د لسو ميليونو ډالرو د مرستې ژمنه وشوه

author avatar
6 Sep 2018 - 21:12
د افغان مېرمنو د پياوړتيا لپاره د لسو ميليونو ډالرو د مرستې ژمنه وشوه
author avatar
6 Sep 2018 - 21:12

کابل (پژواک ١٥ وږى ٩٧): په قزاقستان کې د افغان مېرمنو په اړه جوړ شوي کنفرانس کې د امريکا د ولسمشر لور د افغان ښځو د پياوړتيا لپاره د لسو ميليونو ډالرو د مرستې ژمنه وکړه.

دغه کنفرانس چې د ياد شوي هېواد په استانه ښار کې د افغان مېرمنو د لاسنيوي په نوم تېره ورځ جوړ شوى و.

په کنفرنس کې د قزاقستان هېواد لومړۍ مېرمنې، د چین هېواد لومړۍ مېرمنې، د ازبکستان هېواد لومړۍ مېرمنې، د قزاقستان د بهرنیو چارو وزیر، د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې عادلې راز، د ښځو چارو وزیرې، د اطلاعاتو او کلتور سرپرست وزیرې، د تجارت وزارت مرستیالې کریمه صدیقي، د امریکا د ولسمشر د مشاورې او لور ایوانکه ټرمپ ترڅنګ د بېلابېلو هېوادونو استازي راغلی وو.

په دې کنفرانس کې ایوانکا ټرمپ ژمنه وکړه چې ۱۰ میلونه ډالر به د افغانستان د ښځو د پیاوړتیا لپاره په بېلابېلو برخو کې مرسته وکړي.

د ازبکستان لومړۍ مېرمن وویل چې دوى به افغان زده کوونکو ته په تخنيکي برخو کې امکانات برابر کړي.

هغې زياته کړې: "موږ ته په سیمه کې تر ټولو مهم یو باثباته افغانستان په کار دی، افغانستان هغه هېواد دى چې موږ یې په هر غم غمجن او هره ستونزه او درد کې ورسره شريک يو."

په دې کنفرانس کې د قزاقستان لومړۍ مېرمن دريغ نظربايوف د يوې ميليون ډالرو د مرستې کولو ترڅنګ هم ژمنه وکړه چې ازبکستان او قزاقستان به په ګډه ١٠٠٠ نورې ښځينه زده کوونکې د تحصيل لپاره ور وغواړي.

خبريال: رحيم الله

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.