د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

عبدالله: نړۍ د ابو ریحان البیروني د څېړنو او علمي اثارو منندويه ده

عبدالله: نړۍ د ابو ریحان البیروني د څېړنو او علمي اثارو منندويه ده

Sep 06, 2018 - 19:06

کابل (پژواک، ١٥ وږى ٩٧): اجرائيه رئيس له ځوانانو وغوښتل چې د ابو ریحان البیروني او د هېواد او سیمې د نورو مفاخرو په شان د علم او علمي تحقیقاتو پر مټ ټولنه له اوسنیو ناخوالو وژغوري.

نوموړي دغه خبرې په بهرنیو چارو وزارت کې د ابو ریحان البیروني د زېږېدو د کالیزې په مناسبت په دوه ورځني جوړ شوي نړیوال علمي سیمینار کې کړې دي.

د هېواد اجرائيه رئيس دې نړیوال علمي سیمینار ته چې پر افغان علمي سټو سربېره په کې د سیمې د هېوادونو علمي څېرو او پوهانو هم برخه اخیستې، په خپله وینا کې وویل، چې د ابوریحان البیروني تحقیقات او علمي اثار د دې ښکارندويي کوي چې افغانان د تاریخ په اوږدو کې په علم او پرمختګ مین و او اوس چې پرې د نړۍ د جهل او تیاره ځواک یرغل ور وړوی او تاوتریخوالی یې پر تحمیل کړی؛ خو بیا هم ښوونځي او پوهنتونونه پرانيستي دي.

ده زیاته کړه چې افغانستان له جهل او تيارې سره په جګړه اخته دی او هغوی چې جنایات کوي، باید وپوهېږي چې په دنیا او اخرت کې به له بدبختۍ پرته بل څه ترلاسه نه کړي.

نوموړي، ابو ریحان البیروني د سیمې او نړۍ علمي ویاړ وګاڼه او ویې ویل چې د هغه تحقیقات، علمي اثار او وړاندوينې د بشر په ژوند ژور اغېز لري.

هغه وویل: د ابو ریحان البیروني اثار او تحقیقات باید د هغه د وخت شرایطو په نظر کې نیولو سره وکتل شي. هغه مهال د لیک لپاره امکانات نه و او په سختۍ ترسره کېده؛ خو البیروني داسې تحقیقات وکړل چې د بشر په ژوند یې اغېز درلود، مثلاً هغه مهال البیروني د بلخ طول البلد او عرض البلد وړاندې کړ چې تر اوسه خورا دقیق دی او یا هم د ځمکې د کرې په اړه د هغه نظریات.

ده زياته کړه، هر څومره چې د البیروني د علمي شخصیت اړخونه را سپړل کېږي، هماغومره د هغه نبوغ او علمیت جوتېږي او هر لقب چې ورته ورکړل شي، د نوموړي د علمي نبوغ بشپړ بیان نه شي کولای.

د نوموړي په وينا، د البیروني علمي شخصیت ته تر اوسه هم نړیوال متعجب دي او له داسې شخصیتونو څخه نمانځنه نوي نسل ته اعتماد پر نفس ورکوي او دا جرئت ورکوي چې په یوې متمدنې حوزې پورې ځان اړوند وګڼي.

هغه له ځوانانو وغوښتل چې د ابو ریحان البیروني او د هېواد او سیمې د نورو مفاخرو په شان د علم او علمي تحقیقاتو پر مټ ټولنه له اوسنیو ناخوالو وژغوري.

د عبدالله په خبره، د نن ورځې پېښې خورا تاسف کوونکې او درد ورکوونکي دي؛ خو د داسې شخصیتونو نمانځنه ځوانانو ته دا مهلت ورکوي چې د دغو پېښو تر اغېز لاندې رانه شي، بلکې د دې وضعیت د بدلون جرئت ورکوي.

هغه زیاته کړه، د هغو نړیوالو مفاخرو چې د نړۍ ولسونه او علمي ادارې پرې ویاړي، په یوې سیمې پورې مربوط کول د وخت له ضایع کېدو پرته بله ګټه نه لري؛ بلکې ویې ویل چې دا د ټولو ملتونو ویاړونه دي.

اجرائيه رئیس وویل، چې نړۍ نن د ابوریحان البیروني د تحقیقاتو او علمي اثارو منندوی ده؛ خو له بده مرغه چې په تېرو څو کلونو کې افغانستان ګڼ شمېر داسې فرصتونه ضایع کړي؛ چې نن یې د افغانستان بڼه او وضعیت ته بدلون ورکاوه.

هغه د جهاد او مقاومت پر مهال د البیروني پوهنتون جوړېدو ته په اشارې وویل، چې په جنګي حالت کې هم د افغانستان مشرانو د علم لاره نه ده پرېښې، پوهنتون یې جوړ کړی او د یوه ستر شخصیت په نوم یې نومولی، چې دا چاره له علم او پرمختګ سره د افغانانو مینه ښيي.

په دې عملي سیمینار کې د بهرنیو چارو وزارت مرستیال نصیر احمد اندېشه هم خبرې وکړې او ویې ویل، چې په دې علمي نړیوال کنفرانس کې د ګاونډيو او سیمې هېوادونو یوشمېر پوهانو هم ګډون کړی دی.

هغه وویل، چې یونسکو ٢٠٠٧ کال د مولانا جلال الدین بلخي په نوم ونوماوه، همدارنګه یې د ابن سینا د زوکړې کالیزه ونمانځله او بهرنیو چارو وزارت د اطلاعاتو او کولتور وزارت په همکارۍ د مصر په ازادۍ پارک کې د سید جمال الدین افغان له مجسمې پرانيسته وکړه.

د اندېشه په وینا، چې دا ټول د افغانستان علمي شخصیتونه دي چې په نړیواله کچه نمانځل کېږي او په ویاړنو یې خلک ویاړي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement