ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

موټر چلوونکي د کندوز- تخار پر لویه لار له نا امنیو شکایت کوي

موټر چلوونکي د کندوز- تخار پر لویه لار له نا امنیو شکایت کوي

author avatar
6 Sep 2018 - 15:38
موټر چلوونکي د کندوز- تخار پر لویه لار له نا امنیو شکایت کوي
author avatar
6 Sep 2018 - 15:38

کندوز (پژواک، ١٥ وږی ٩٧): د کندوز ولایتي شورا یو شمېر غړي، مسافر او موټر چلوونکي د کندوزـ تخار پر لویه لار د نا امنۍ له زیاتېدو سر ټکوي او وايي، طالبان که هر وخت وغواړي مسافر تلاشي کوي او یا یې له ځان سره بیایي.

د کندوز ولایتي شورا غړی توریال کاکړ نن پژواک خبري اژانس ته وویل، د کندوز ـ تخار پر لویه لار د خان اباد ولسوالۍ په اړوند سیمو کې وسله وال مخالفین د مسافرو موټر تلاشي کوي او خلک یې اندېښمن کړي دي.

کاکر وايي: ((د کندوزـ تخار لویه لار نا امنه ده او ځیني وخت ناقانونه وسله وال او طالبان د سړک سر ته راځي او تلاشي کوي، ډېرۍ وخت دولتي مامورین له ځان سره بیایي.))

دغه راز د کندوز ولایتي شورا بل غړی امرالدین ولي وايي چې د کندوز ټولې لویې لارې نا امنه دي خو د کندوز- تخار لویه لار ډېره نا امنه ده.

دی وايي: ((طالبان د کندوزــ تخار پر لویه لار د شپې ناوخته تلاشي کوي او په ځينو حالاتو کې پر امنیتي پوستو د طالبانو بریدونه د خلکو د اندېښنې لامل کېږي.))

بلخوا هغه مسافر او موټر چلوونکي چې په دې لاره تګ راتګ کوي د یادې لارې د امنیت خوندیتوب غوښتنه کوي.

یوه چلوونکي ایمل پژواک ته وویل: ((ډېری وخت د امنیتي ځواکونو د پوستو په ۲۰۰ مترۍ کې مخ پټي وسله وال موټر تلاشي کوي خو پېژندل کېږي نه.))

ایمل وايي: ((زه لس کاله په دې لاره موټر چلوم، د طالبانو په ګډون ناقانونه وسله وال موټر تلاشي کوي که د دولت کوم کارمند وي له ځان سره یې بیايي.))

دغه راز د تخار اوسېدونکی شریف چې په کندوز کې دولتي دنده لري او په اوونۍ کې یو ځل خپل کور ته ځي وايي چې ډېر په ډار په دې لاره سفر کوي.

شریف وايي: ((زه هره اوونۍ یو ځل کور ته ځم، هم مې کور ته تر رسېدو پورې کورنۍ ډارېږي، څو ځلې د طالبانو په تلاشۍ ور برابر شوی یم خو د الله شکر دی چې نه یې یم پېژندلی او ترې تېر شوی یم.))

د کندوز اوسېدونکی امین چې د غالیو سوداګري کوي او تخار او بدخشان ولایتونو ته سفرونه کوي وايي، د خان اباد ولسوالۍ ۲۰ کیلومتره لار ډېره نا امنه ده.

امین وايي: ((څو ځلې مو دغه ستونزه له امنیتي چارواکو سره شریکه کړې خو له بده مرغه چا ورته توجه نه ده کړې، څو ځلې طالبانو له دې لارې مسافر بيولي دي خو دولت بیا هم د دې لارې د امنیتي خوندیتوب لپاره لازم تدابیر نه دي نیولي.))

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.