واشنګټن (پژواک، ١٥ وږى ٩٧): د امريکا د دفاع وزير ويلي چې د افغانستان سولې ته تر هر بل وخت اوس هيلې ډېرې شوې دي.
د دفاع زير جيمز ميټس دغه څرګندونې هندوستان ته د سفر پر مهال په الوتکه کې خبريالانو ته کړې دي.
هغه زياته کړې چې افغان سولې ته خوشبيني ډېره ده او په دې برخه کې هڅې تر بل هر وخت چټکې شوې دي او امريکا د دې ټولو هڅو ملاتړ کوي.
نوموړي د يوې پوښتنې په ځواب کې له طالبانو سره د امریکا نېغ په نېغه خبرې رد کړې خو په ډاګه يې کړه چې ځيني نور چينلونه په دې برخه کې کار کوي.
د امريکا د دفاع وزير ويلي چې له دغو چينلونو موخه دا ده چې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د مخامخ خبرو زمینه برابره کړي.
نوموړي د افغان سولې په اړه دا څرګندونې په داسې حال کې کړې چې امريکا تازه پخوانى ډيپلومات زلمی خليلزاد د سولې راوستو برخه کې د هڅو چټکولو په موخه بهرنیو چارو وزارت کې د افغانستان لپاره ځانګړى سلاکار ټاکلى دى.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن