د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

په بامیانو کې شاوخوا ۳۱ سلنه زده کوونکو ښوونځي پرېيښي دي

په بامیانو کې شاوخوا ۳۱ سلنه زده کوونکو ښوونځي پرېيښي دي

Sep 06, 2018 - 17:02

بامیان (پژواک، ١٥ وږی ٩٧): د بامیان ولایت د پوهنې ریاست وايي چې د دغه ولایت په ښوونیز سکتور کې ستونزې زیاتې شوې دي او دې ستونزو ته د نه رسېدو له امله له ۳۱ سلنه ډېرو ماشومانو ښوونځي پرېيښي دي.

د یاد ولایت د پوهنې رییس محمد ایوب اروین پژواک ته وویل، د بودجې او معیاري ودانیو نه شتون، د ښوونکو او درسي کتابونو کمښت او بېوزلي په دغه ولایت کې د ښوونیز سکتور پر وړاندې لویې ستونزې دي.

نوموړي زیاته کړه، د دغه ولایت د پوهنې ریاست د ۷۵ سلنه درسي کتابونو او ۵۷ سلنه درسي صنفونو له کمښت سره مخ دي.

اروین زیاته کړه، په داسې حال کې چې ښوونیز کال نیمايي ته رسېدلی خو په دغه ولایت کې زده کوونکي درسي کتابونو ته لاسرسی نه لري.

د هغه په خبره، بېوزلي او د یو شمېر داخلي کډوالو زیاتېدل لامل شوي چې د ۱۳۹۶ کال په وروستیو کې ۳۱ سلنه زده کوونکو ښوونځي پرېږدي او فزیکي کارونه ترسره کړي خو سږ کال وضعیت د ښه کېدو پر لور روان دی.

هغه روښانه کړه چې د بودجې او ۱۵۰۰ ښوونکو کمښت د دغه ولایت د پوهنې ریاست پر وړاندې جدي ستونزې دي.

نوموړي زیاته کړه: ((په دې ټولو ستونزو سربېره د بامیانو اوسېدونکي د زده کړو علاقه لري او حتی په دې وضعیت کې هم پلرونه هڅه کوي چې زامن یې ښوونځیو ته ولېږي.))

د هغه په خبره، په بامیانو کې ۳۴۷ ښوونځي موجود دي چې د ۴۶ سلنه نجونو په ګډون ۱۳۵ زره زده کوونکي په زده کړو بوخت دي.

نوموړي زیاته کړه، په داسې حال کې چې د بامیانو پوهنې ریاست ۶۰۰۰ ښوونکو ته اړتیا لري خو په دغه ولایت کې د تدریس چارې ۴۵۰۰ ښوونکي چې ۲۵ سلنه یې ښځینه دي پر مخ وړي.

د یو شمېر زده کوونکو د پلرونو په باور د امکاناتو د نه شتون او درسي کتابونو ته د زده کوونکو د نه لاسرسي له امله یو شمېر زده کوونکو ښوونځي پرېيښي او درانه کارونه ترسره کوي.

د یو زده کوونکي پلار عبدالاحمد پژواک ته وویل: ((زوی مې په لسم ټولګي کې و، خپله یې ښوونځی پرېښود، موږ چې هر څومره ټینګار پرې وکړ ښوونځي ته لاړ نه شو.))

هغه زیاته کړه، زوی یې ورته ویلي چې په ښوونځي کې کتابونه نشته او دوی له خېمې پرته په ازاده فضا کې لمر ته زده کړې کوو.

دیني عالم محمد صادق علي یار وویل: ((له ښوونځیو څخه د زده کوونکو مخ اړول د اندېښنې وړ دي او که خلک پر خپله خوښه ښوونځیو ته لاړ نه شي په ټولنه کې به بېسوادي ډېره زیاته شي.))

د هغه په خبره، په ښوونځیو کې د تدریس ټيټ کیفیت له زده کړو سره د زده کوونکو علاقې د کمېدو لامل کېږي.

هغه وویل، دولت باید په دې برخه کې پاملرنه وکړي چې د پوهنې په برخه کې دا ستونزې له منځه یوسي، که داسې ونه شي زده کوونکي له زده کړو پاتې کېږي او له ښوونځي څخه تېښته زیاتېږي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement