ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په بامیانو کې شاوخوا ۳۱ سلنه زده کوونکو ښوونځي پرېيښي دي

په بامیانو کې شاوخوا ۳۱ سلنه زده کوونکو ښوونځي پرېيښي دي

author avatar
6 Sep 2018 - 17:02
په بامیانو کې شاوخوا ۳۱ سلنه زده کوونکو ښوونځي پرېيښي دي
author avatar
6 Sep 2018 - 17:02

بامیان (پژواک، ١٥ وږی ٩٧): د بامیان ولایت د پوهنې ریاست وايي چې د دغه ولایت په ښوونیز سکتور کې ستونزې زیاتې شوې دي او دې ستونزو ته د نه رسېدو له امله له ۳۱ سلنه ډېرو ماشومانو ښوونځي پرېيښي دي.

د یاد ولایت د پوهنې رییس محمد ایوب اروین پژواک ته وویل، د بودجې او معیاري ودانیو نه شتون، د ښوونکو او درسي کتابونو کمښت او بېوزلي په دغه ولایت کې د ښوونیز سکتور پر وړاندې لویې ستونزې دي.

نوموړي زیاته کړه، د دغه ولایت د پوهنې ریاست د ۷۵ سلنه درسي کتابونو او ۵۷ سلنه درسي صنفونو له کمښت سره مخ دي.

اروین زیاته کړه، په داسې حال کې چې ښوونیز کال نیمايي ته رسېدلی خو په دغه ولایت کې زده کوونکي درسي کتابونو ته لاسرسی نه لري.

د هغه په خبره، بېوزلي او د یو شمېر داخلي کډوالو زیاتېدل لامل شوي چې د ۱۳۹۶ کال په وروستیو کې ۳۱ سلنه زده کوونکو ښوونځي پرېږدي او فزیکي کارونه ترسره کړي خو سږ کال وضعیت د ښه کېدو پر لور روان دی.

هغه روښانه کړه چې د بودجې او ۱۵۰۰ ښوونکو کمښت د دغه ولایت د پوهنې ریاست پر وړاندې جدي ستونزې دي.

نوموړي زیاته کړه: ((په دې ټولو ستونزو سربېره د بامیانو اوسېدونکي د زده کړو علاقه لري او حتی په دې وضعیت کې هم پلرونه هڅه کوي چې زامن یې ښوونځیو ته ولېږي.))

د هغه په خبره، په بامیانو کې ۳۴۷ ښوونځي موجود دي چې د ۴۶ سلنه نجونو په ګډون ۱۳۵ زره زده کوونکي په زده کړو بوخت دي.

نوموړي زیاته کړه، په داسې حال کې چې د بامیانو پوهنې ریاست ۶۰۰۰ ښوونکو ته اړتیا لري خو په دغه ولایت کې د تدریس چارې ۴۵۰۰ ښوونکي چې ۲۵ سلنه یې ښځینه دي پر مخ وړي.

د یو شمېر زده کوونکو د پلرونو په باور د امکاناتو د نه شتون او درسي کتابونو ته د زده کوونکو د نه لاسرسي له امله یو شمېر زده کوونکو ښوونځي پرېيښي او درانه کارونه ترسره کوي.

د یو زده کوونکي پلار عبدالاحمد پژواک ته وویل: ((زوی مې په لسم ټولګي کې و، خپله یې ښوونځی پرېښود، موږ چې هر څومره ټینګار پرې وکړ ښوونځي ته لاړ نه شو.))

هغه زیاته کړه، زوی یې ورته ویلي چې په ښوونځي کې کتابونه نشته او دوی له خېمې پرته په ازاده فضا کې لمر ته زده کړې کوو.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.