د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

ځيني کسان د کندهار د پوهنې بهير کې لاسوهنه کوي

ځيني کسان د کندهار د پوهنې بهير کې لاسوهنه کوي

Sep 06, 2018 - 15:59

کندهار (پژواک، ۱۵ وږی ۹۷ ): په کندهار کې نوی ښوونیز کال په داسې حال کې پيل شو چې ۱٠۳ ښوونځي تړلي، د ښوونکو تشکیل او تدریسي کتابونه کم دي او ګڼ ښوونځي ودانۍ نه لري.

د ښوونیز کال د پيل په مراسمو کې چې د کندهار ښار په فاضل کندهاري عالي لېسه کې جوړ شوي وو، د کندهار مرستيال والي عبدالحنان منیب، د پوهنې رییس عبدالقادر پیوستون، د ولایتي شورا مشر او غړو، والدینو او زده کوونکو ګډون کړی و.

د پوهنې رییس عبدالقادر پیوستون وویل، که څه هم په کندهار کې د پوهنې بهیر له ګڼو ستونزو سره مخ دی، خو هڅه کوي بند ښوونځي پرانیزي، د ښوونکو تشکیل او د کتابونو کمښت پوره کړي، د ښوونځیو لپاره ودانۍ جوړې کړي او په اداري سیسټم کې د فساد مخنیوی وکړي.

هغه زیاته کړه، کندهار په خپل تشکیل کې ۴۷۰ ښوونځي لري، تر تېر کال پورې له دې ډلې ۱۵۳ ښوونځي تړلي وو، خو په تېر کال کې د ۵۰ بندو ښوونځيو په پرانیستلو دغه شمېر ۱٠۳ ته راټیټ شو.

دی وايي، د پاتې ۱٠۳ بندو ښوونځیو د بیا پرانیستل کېدو په اړه د پوهنې له وزارت سره خبرې روانې دي څو د ښوونکو د تشکیل او نورو خدماتو په برخه کې ورسره مرسته وکړي.

د بندو ښوونځیو امله په دغه ولایت کې زرګونه ماشومان له زده کړو بې برخې دي.

نوموړي د ښوونکو د تشکیل کمښت، د ښوونځیو لپاره د ودانیو او کتابونو نشتوالی د پوهنې د بهیر پر وړاندې نور خنډونه وګڼل.

ده وویل،د کندهار د پوهنې ریاست د ۴۸۰۰ ښوونکو تر څنګ زرګونو نورو ښوونکو ته اړتیا لري چې په دندو یې وګوماري خو اوسمهال یې سلګونه کسان د حق الزحمه او خدمتي ښوونکو په توګه ګومارلي دي.

ده د ښوونځیو لپاره د ودانیو د نشتوالي په اړه وویل، د دې ولایت ۵۰ سلنه ښوونځي ودانۍ نه لري او ان په کندهار ښار کې هم ډېری زده کوونکي په خېمو کې زده کړې کوي.

په کندهار کې د ۳۵۱ ښوونځيو له ډلې یوازې ۲۰۷ ښوونځي ودانۍ لري او پاتې هیڅ ودانۍ نه لري.

د پيوستون په خبره، د دې تر څنګ شته ودانۍ هم ترمیم ته اړتیا لري چې له ښه مرغه د پوهنې وزارت په مرسته د ښوونیز کال له پيل وړاندې د کندهار ښار او ولسوالیو د ۳۳ ښوونځيو د ودانیو د ترمیم چارې پيل شوي دي.

د پوهنې رییس د تدریسي کتابونو د کمښت ستونزه هم ډېرې جدي وګڼله او ویې ویل تېر کال هم د ګڼو

نورو ستونزو تر څنګ د کتابونو د کمښت له ستونزې سره مخ وو.

دی وايي، که څه هم له لسم تر دوولسم ټولګیو د کتابونو د کمښت ستونزه تر یوه ځایه حل شوې خو د لومړنۍ او منځنۍ دورې د زده کوونکو لپاره لا هم د کتابونو له کمښت سره مخ دي چې وزارت یې باید د پوه کولو لپاره اقدام وکړي.

د پوهنې رییس په نوي ښوونیز کال کې د شاوخوا ۶۰ زره د تازه جذب شوو زده کوونکو خبر هم ورکړ، په داسې حال کې چې تېر کال ۵۴ زره نوي زده کوونکي ښوونځیو ته شامل شوي وو چې ۱۶ زره یې نجونې وې.

دغه راز پیوستون د پوهنې په بهیر کې مداخلو ته په اشارې وویل، ځیني کسان د تغیير او تبدل په برخه کې مداخلې کوي او هڅه کوي داسې کسان په اداري او تدریسي برخو کې وګوماري چې د کار اهلیت نه لري.

خو ده په دې برخه کې د ولایت مقام، ولایتي شورا او نورو مشرانو همکاري ضروري وګڼله او له هغوی یې وغوښتل چې د وړ او مسلکي کسانو په ګومارلو کې ورسره مرسته وکړي.

د کندهار ولایت مرستیال عبدالحنان منیب وویل، د پوهنې وزارت دې په کندهار کې د ښوونکو تشکیل او د تدریسي کتابونو کمښت پوره کړي او هغو ښوونځيو ته دې ودانې جوړې کړي چې نه یې لري.

نوموړي پر خلکو هم غږ وکړ چې خپل اولادونه ښوونځيو ته ولېږي او هغوی له خپل دغه حق څخه بې برخې نه کړي.

د کندهار ولايتي شورا رییس حاجي سید جان خاکرېزوال د پوهنې وزارت او د کندهار د پوهنې رياست له مسوولينو وغوښتل چې د پوهنې بهیر کيفيت او معیار لوړولو ته دې ډېره پاملرنه وکړي.

هغه ټینګار وکړ چې په لرو پرتو سیمو او ولسوالیو کې هم ډېر کار ته اړتیا ده چې هغو ماشومانو ته هم د زده کړې زمینه برابره شي.

د یاودنې ده، د نوي ښوونیز کال د پيل په درشل کې د هېواد په کچه د برېښنایي شهادتنامو وېش هم له کندهاره پيل شو.

د پوهنې وزارت د شهادتنامو لوی رییس محمد اسمعیل خطاب وویل، د پوهنې وزارت غوره وګڼله چې د برېښنايي شهادتنامو د وېش لړۍ له کندهاره پیل کړي څو لومړی حق د کندهار زده کوونکو ته ورکول شوی وي.

هغه زیاه کړه، د دې لړۍ له پيل سره به هغه ستونزه حل شي چې زده کوونکو په ځنډ شهادتنامې ترلاسه کولې او تر څنګ به یې د جعلي شهادتنامو د جوړېدو مخنیوی هم وشي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement