د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

چارواکي: هلمند کې به سږ کال تړلي سل ښوونځي بیا فعال شي

چارواکي: هلمند کې به سږ کال تړلي سل ښوونځي بیا فعال شي

Sep 06, 2018 - 16:11

لښکرګاه (پژواک، ١٥ وږى ٩٧): د هلمند د پوهنې رياست چارواکي وايي چې د روان کال په اوږدو کې به د نا امنۍ له امله له تړل شوو ١٢٠ ښوونځیو سل يې بېرته د زده کوونکو پر مخ پرانيستل شي.

دغه څرګندونې د هلمند د پوهنې رييس داود شاه صفاري د نوي ښوونيز کال د پيل په مراسمو کې وکړې.

صفاري وويل چې په دغه ولايت کې ټول څلور سوه ښوونيز مرکزونه دي چې له دغه شمېر څخه ١١٩ ښوونځي يې د نا امنيو او نورو ستونزو له امله تړل شوي دي.

هغه زياته کړه: ((سږ کال به زموږ کوښښ دا وي چې سل تړل شوي ښوونځي بېرته پرانيزو، په دې اړه مو له قومي مشرانو او طالبانو سره خبرې کړې دي.))

د نوموړي په خبره، سره له دې چې په دغه ولايت کې د ځينو ستونزو له امله شپږ سوه زره په شرايطو برابر کسان له زده کړو بې برخې دي، خو سږ کال به ٣٠زره نوي زده کوونکي جذب کړاى شي.

د هغه په وينا، که څه هم چې د بودجي له کمښت سره مخ دي خو په تېر کال کې ٦٦ پروژې بشپړې شوې او دا مهال د ١٣٠ ميليونه افغانيو په ارزښت پروژې تر کار لاندې دي.

د صفاري د معلوماتو له مخې، د ودانيو د نه شتون له امله دا مهال سل ښوونځي په کرايي کورونو کې دي او ٥٦ ښوونځيو د ودانيو برخليک تر اوسه هېڅ معلوم نه دى.

ده زياته کړه: ((د اصلاحاتو په موخه ټول هغه استادان چې له ولسواليو مرکز ته خدمتي راغلي، بېرته به ولسواليو ته ولېږل شي.))

هغه دا هم وويل چې په دغه ولايت کې شاوخوا زر استادان کم دي خو سږ ورته تر اوسه ٢٣٠ نور ښوونکي منظور شوي دي.

دى زياتوي چې د پوهنې وزارت له لوري دوى ته سږ کال ١،٥ ميليونه نوي کتابونه ورکول کېږي خو سره دې بيا به هم د کتابونو د کمښت له ستونزې سره مخ وي.

په دې غونډه کې د هلمند ولايتي شورا غړي سيف الملوک نوري وويل چې يو شمېر کسان د پوهنې بهير په چارو کې لاسوهنې کوي، ځمکې يې غصبوي او کتابونه يې په وخت نه راوړل کېږي چې دا ټول د پوهنې پر بهير منفي اغېزې کوي.

همدارنګه د غونډې په پاى کې د هلمند والي محمد ياسين خان وويل چې سږ کال به د قومي مشرانو او اړوندو ادارو په همکارۍ د تړلو ښوونځيو د خلاصون لپاره جدي هلې ځلې وکړي.

ده وويل چې د پوهنې په بهير د لاسوهنو او د ځمکو د غصب مخنيوي به يې وکړي.

دى وايي: ((کوم کسان چې په دې برخه کې ستونزې جوړوي، هغه ټول به عدلي او قضايي ارګانونو ته معرفي کړم.))

والي د دغه ولايت له اوسېدونکو غوښتنه وکړه چې خپل ماشومان ښوونځيو ته واستوي.

د يادونې ده، هلمند د افغانستان تر ټولو نا امن ولايت دى چې دا مهال يې د شپږو ولسواليو بشپړ کنټرول له وسله والو طالبانو سره دى.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement