ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

افغانستان او امریکا پر ټاکنو، سولې او د ترهګرۍ پر ضد پر مبارزې خبرې وکړې

افغانستان او امریکا پر ټاکنو، سولې او د ترهګرۍ پر ضد پر مبارزې خبرې وکړې

author avatar
7 Sep 2018 - 20:27
افغانستان او امریکا پر ټاکنو، سولې او د ترهګرۍ پر ضد پر مبارزې خبرې وکړې
author avatar
7 Sep 2018 - 20:27

کابل (پژواک، ۱۶ وږی ۹۷) : دافغانستان او امریکا امنیتي پلاوو ترمنځ لیدنه کې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو پر روزنه او تجهیز، د اصلاحاتو پر دوام، د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه، د راتلونکو ټاکنو لپاره پر امنیتي تدابیرو او د سولې د بهیر په اړه مفصلې خبرې وشوې.

 

د ملي امنیت شورا مطبوعاتي دفتر لخوا پژواک خبري اژانس ته په یوه رالیږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د امریکا د دفاع وزیر جیمز میټس په مشرۍ امریکایي پلاوي د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب په مشرۍ له افغان پلاوي  سره ولیدل.

په امریکایي پلاوي کې دغه راز د امریکا د وسله والو ځواکونو عمومي قوماندان جنزال جان ډنفورډ، په افغانستان کې د ناټو قوماندان او یو شمیر نورو چارواکو شتون درلود، په افغان پلاوي کې د ملي دفاع او کورنیو چارو وزیران، لوی درستیز او د ملي امنیت شورا لوړ پوړو مسوولینو ګډون درلود.

سرچینې زیاته کړې، چې په دې لیدنه کې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو پر روزنه او تجهیز، د امنیتي او دفاعي ځواکونو په لیکو کې د اصلاحاتو پر دوام، د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه، د راتلونکو پارلماني او ولسمشریزو ټاکنو له پاره پر امنیتي تدابیرو او د سولې د بهیر په اړه مفصلې خبرې وشوې.

 د ملي امنیت سلاکار ډاکټر حمدالله محب له ترهګرۍ سره د مبارزې، د امنیتي او دفاعي ځواکونو په لیکو کې د اصلاحاتو پر دوام او په دې برخه کې د امنیتي سکتور د چمتوالي او برنامو په اړه مختصر مالومات شریک کړل.

 د امریکا د دفاع وزیر جیمز میټس له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې د افغان ځواکونو له اقدماتو څخه قدرداني وکړه.

 نوموړي وویل، چې د امریکا متحده ایالات به د افغان ځواکونو روزنې، تجهیز او ملاتړ ته دوام او پراختیا ورکړي.

میټس ټینګار وکړ، چې د امریکا خلک او حکومت به د باثباته راتلونکي له پاره له افغانانو خپل ملاتړ ته دوام ورکوي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.