کابل (پژواک، ۱۶ وږی ۹۷): د امريکا د دفاع وزیر جيمز میټس له افغان او ناټو چارواکو سره د خبرو اترو لپاره په يوه ناڅاپي سفر کابل ته راغلی دی.
د افغانستان د حکومت يوې سرچينې د وږي په ۱۶مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې ميټس نن سهار کابل ته رسېدلی او ټاکل شوې ده چې له ولسمشر اشرف غني سره وګوري.
د ولسمشر ویاند هارون چخانسوري د وږي په ۱۶مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې ميټس نن سهار کابل ته رسېدلی او له ولسمشر اشرف غني سره به وګوري.
هغه زیاته کړه، چې په دې سفر کې د امریکا د وسله والو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال ډانفورډ هم له دفاع وزیر سره ملتیا کوي.
بلخوا امريکايي رسنيو د وږي په ۱۶مه خبر ورکړی چې د دفاع وزير افغان مشرانو تر څنګ په افغانستان کې د ناټو نوي قوماندان جنرال سکاټ ميلر او نورو قوماندانانو سره هم وګوري.
نوموړی په داسې حال کې افغانستان ته راغلی چې په راتلونکو څو ورځو کې د افغانستان لپاره د امريکا د ولسمشر ټرمپ له خوا د اعلان شوې تګلارې کال پوره کېږي.
دا په تېرو څو مياشتو کې افغانستان ته د امريکا د دفاع وزیر دويم سفر دی، دا په داسې حال کې ده، د امريکا د بهرنيو چارو وزير مايک پومپيو دوه ورځې مخکې پاکستان ته سفر کړی او د دغه هېواد له مشرانو سره يې پر افغان شخړې خبرې کړې دي.
دغه راز امريکا په يوه بل اقدام کې پخوانی ډيپلومات زلمی خليلزاد د افغان سولې لپاره ځانګړی استازی هم ټاکلی دی.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن