ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د امريکا غږ د «نوښتګر خبريال» جايزې د پژواک خبريالانو وګټلې

د امريکا غږ د «نوښتګر خبريال» جايزې د پژواک خبريالانو وګټلې

author avatar
7 Sep 2018 - 13:36
د امريکا غږ د «نوښتګر خبريال» جايزې د پژواک خبريالانو وګټلې
author avatar
7 Sep 2018 - 13:36

کابل (پژواک، ۱۶ وږی ۹۷): د امريکا غږ راډيو له خوا د (نوښتګر خبريال) درې واړه جايزې د پژواک خبريالانو وګټلې.

يادې راډيو د افغانستان له خبريالانو غوښتي وو چې خپل راپورونه د نوښتګر خبریال سيالۍ لپاره ولېږي، چې له لسګونو راپورونو د امريکا غږ ادارې له خوا د پژواک د څلورو خبريالانو په ګډون د لسو خبريالانو لس راپورونه د امريکا غږ راډيو په ويب پاڼه کې خپاره شول او له خلکو يې وغوښتل چې د خپلې خوښې راپور ته رايه ورکړي.

په دغو لسو راپورونو کې په کندهار کې د پژواک د خبريال بشير احمد نادم هغه راپور چې په کندهار ښار کې یې د يوې چاودنې د قرباني کورنۍ له درد او کړاو پر ډک ژوند لیکل شوی و، دغه راز په غزني کې د پژواک د خبريال سيف الله مفتون هغه راپور چې په دغه ولایت کې د هغو ماشومانو په اړه چې له مدرسو يې طالبان د جنګ ليکو ته جذبوي. او په زابل کې د پژواک د خبريال بسم الله پشتونمل د شخصي څاه ګانو کيندلو د اوبو طبيعي زېرمو د وچېدو خطرونو په اړه راپور.

په کابل کې د پژواک د بل همکار زيرک فهيم راپور چې د ولسي جرګې د يوې کانديدې ډيوې نيازې په اړه د خلکو د فيسبوکي غبرګونونو په اړه وو، سيالۍ ته وړاندې شوي وو.

د امريکا غږ له خوا دغه راپورونه د ۱۳۹۷ کال د زمري په ۲۵مه سيالۍ ته وړاندې شوي وو چې پرون دغه پروسه پای ته ورسېده او امريکا غږ له خوا درې ګټونکي اعلان شول.

د یادې راډيو د ډيجيټل څانګې مسوول اکمل داوی د دې سيالۍ په اړه وايي، نوښتګر خبريال هغه خبريالان دي چې د افغانستان په ګوټ ګوټ کې د خلکو د رښتيني ژوند څېره او د پېښو رښتينی تصوير وړاندې کوي.

هغه چې تېره شپه د امريکا غږ اشنا ټلويزيون له لارې د سيالۍ پايله اعلانوله، وويل، نوښتګر خبريال په خپلو ژورنالېستيکي کارونو کې نوښتونو وړاندې کوي.

داوی وايي چې په ټوله نړۍ کې شاوخوا يو ميليون کسانو په دې سيالۍ کې خپلې رايې وکارولې، خو ډېرې رايې په افغانستان او پاکستان کې کارول شوې دي.

نوموړي وويل چې د پژواک خبري اژانس خبریال بشير احمد نادم تر ټولو زياتې رايې اخيستې او لومړی مقام يې خپل کړی دی، دغه راز د پژواک بل خبریال زيرک فهيم دويم او د پژواک درېيم همکار بسم الله پښتونمل درېيم مقامونه خپل کړي دي.

پښتونمل چې په زابل کې د پژواک خبريال دی، هغه له يو شمېر نورو رسنيو سره هم د ازاد خبريال په توګه همکاري لري، ياد راپور يې د سولې او جګړې انسټيټيوټ (اي ډبليو پي ار) لپاره ليکلی و.

د امريکا غږ په ويب پاڼه کې د خپرو شوو معلوماتو له مخې، بشير احمد نادم ۳۷، زيرک فهيم ۲۶ او بسم الله پښتونمل ۲۵ سلنه رايې ترلاسه کړې دي.

د پژواک خبري اژانس رييس دانش کړوخېل د امريکا غږ نوښتګر خبريال سيالۍ کې د پژواک د خبريالانو پر بريا خوښي څرګنده کړې او دوی ته يې مبارکي ورکړې ده.

هغه وايي چې د پژواک ټول او په ځانګړې توګه ولايتي خبريالان په سختو شرايطو کې فعاليت کوي او تل يې هڅه کړې چې د پېښو رښتينې هينداره خلکو ته وړاندې کړي.

نوموړي له امريکا غږ څخه مننه وکړه چې د خبريالانو د تشويق لپاره يې دا ډول سيالي په لاره اچولې وه.

د دې سياليو لومړی مقام ګټونکي په کندهار کې د پژواک خبريال بشير احمد د امريکا غږ له ادارې مننه وکړه، چې د نوښتګر خبريال سيالي يې اعلان کړه او دا فرصت يې برابر کړ چې خلک د خبريالانو راپورونه و ارزوي او د هغوی کار ته په کتو رايې ورکړي.

هغه زياته کړه، له دغه کاره موخه دا ده چې د بيان ازادي ارزښت لري او د خبريالانو کار ته د قدر په سترګه کتل کېږي.

نادم وايي: ((زما د دې لاسته راوړنې کريډېټ د پژواک خبري اژانس ته ځي، همدا اداره ده چې له لارې يې موږ تل د خلکو دردونه، کړاوونه او ستونزې تر نورو رسولي، خوښ يم چې د پژواک د کورنۍ غړی يم.))

نوموړي وويل، څرګنده ده چې په افغانستان کې خبريالان تر ټولو په سختو شرايطو کې کار کوي، همدوی دي چې په هر حالت کې یې د خلکو غږ رسولی او د ملي ګټو دفاع يې کړې ده، دغسې پروګرامونه هغوی لا هم هڅوي چې ډېر کار وکړي او په رښتينولۍ او ژمنتيا يې وکړي.

Visits: 2

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.