کابل (پژواک، ۱۶ وږی ۹۷): ولسمشر او اجرائیه رییس نن د امریکا متحده ایالتونو له دفاع وزیر جیمز میټس سره چې د یوه لوړپوړي پلاوي په مشرۍ کابل ته راغلی، وکتل.
له ارګه په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې چې یوه کاپي یې د وږي په ۱۶مه پژواک خبري اژانس ته رالېږلې، راغلي، ولسمشر غني په دې لیدنه کې چې نن غرمه د ارګ په ګلخانې ماڼۍ کې ترسره شوه او ډاکتر عبدالله هم حضور درلود، د امریکا دفاع وزیر او د دغه هېواد لوی درستیز جوزېف ډنفورډ ته هرکلی ووایه.
خبرپاڼه کې راغلي چې دواړو غاړو د افغانستان او سیمې پر بېلابېلو مسايلو، په ځانګړي ډول د سولې او امنیت، د افغانستان او سوېلي اسیا لپاره د امریکا متحدو ایالتونو د ستراتيژۍ پر مثبتو اغېزو، په امنیتي او دفاعي سکتور کې پر اصلاحاتو، د جمهوري ریاست، ولسي جرګې او د ولسوالیو شوراګانو پر ټاکنو، له ترهګرۍ سره پر مبارزې او له پاکستان سره د سولې پر مذاکراتو بحث او خبرې وکړې.
سرچینه زیاتوي چې د امریکا متحدو ایالتونو د دفاع وزیر جیمز میټس افغانستان ته پر خپل سفر خوښي وښوده او پر بېلابېلو په ځانګړي ډول اصلاحاتو، له ترهګرۍ او فساد سره د مبارزې په برخو کې یې د ملي وحدت حکومت هڅې د قدر وړ وبللې او د افغانستان د وسلهوالو ځواکونو مېړانه او زړورتیا يې وستایله.
متیس وویل، د امریکا متحدو ایالتونو دولت او خلک به سوکالۍ، امنیت او دایمي ثبات ته تر رسېدو د افغانستان د دولت او خلکو تر څنګ ولاړ وي.
هغه ډاډ ورکړ چې هېواد به یې له افغانستان سره په امنیتي او اقتصادي برخو کې د خپلو همکاریو پیاوړتیا ته دوام ورکړي.
په دې کتنه کې اجرائیه ريیس ډاکتر عبدالله هم خبرې وکړې او د امریکا متحدو ایالتونو دفاع وزیر او ورسره پلاوي ته یې د ښه راغلاست تر څنګ له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې د دغه هېواد همکاري وستایله.
ولسمشر غني هم په بېلابېلو برخو کې د امریکا متحدو ایالتونو دوامداره همکاري په ځانګړي ډول د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو د تمویل او تجهیز په برخو کې وستایلې، وې ویل، د افغانستان خلک او حکومت د پایدارې سولې او ثبات غوښتونکي دي او په دې برخه کې یې د متحدو ایالتونو له همکاریو او ملاتړ څخه مننه وکړه.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن