ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د پکتيا خبريالانو د جګړې د ښکېلوغاړو د خبرونو له خپرولو سره پرېکون وکړ

د پکتيا خبريالانو د جګړې د ښکېلوغاړو د خبرونو له خپرولو سره پرېکون وکړ

author avatar
7 Sep 2018 - 17:34
د پکتيا خبريالانو د جګړې د ښکېلوغاړو د خبرونو له خپرولو سره پرېکون وکړ
author avatar
7 Sep 2018 - 17:34

ګردېز (پژواک ١٦وږى ٩٧): په پکتيا ولايت کې د ځينو ملي او نړيوالو رسنيو خبريالانو د پر وخت او دقيقو اطلاعاتو د نه ورکولو له امله د حکومت او وسله والو طالبانو د خبرونو له خپرولو سره پرېکون وکړ.

ياده خبريالانو دوږې په ١٦مه په دې اړه جوړ شوي خبري کنفرانس کې وويل، تر هغوبه دښکېلو غاړو خبرونه خپاره نه کړي، څو د دې ستونزې د حل بشپړ ډاډ نه وي ورکړل شوی.

د پکتيا پرېس کلب مشرحقمل مسعودزی پژواک خبرى اژانس ته وويل چې خبريالانو ته پر وخت او دقيق معلومات نه ورکول کيږي او د دې ستونزې له امله خبريالان له کړاو سره مخ دي.

مسعودزي زياته کړه:((په دې وروستيو کې د جګړې ښکېلې غاړې خبريالانو ته غلط ارقام او معلومات ورکوي، نو موږ غوښتنه کوو، چې موږ ته دې ارقام په دقيق ډول راکړي او که دقيق ارقام او معلومات نه راکول کيږي، موږ د دوی امنيتي خبرونه، نه خپروو.))

په پکتيا کې د اريانا نيوز خبريال فريد احمدزی وايي چې خبريالان د بېلابېلو موضوعاتو، په تېره د پېښو پر مهال د سمو اطلاعاتو په ترلاسه کولو کې له زيات محدوديت او ستونزو سره مخ کيږي.

احمدزي وويل:((که د جنګ دواړه خواوې له خبريالانو سره پر وخت او دقيق معلومات شريک نکړي، نو زموږ د پکتيا ټولو خبريالانو پرېکړه دا ده چې د دوی مثبت او منفي خبرونه به نه خپروو او بايکاټ اعلانوو.))

په پکتيا کې د ازادي راډيو خبريال اصيل ځاځی وايي چې خبريالانو ته پر وخت د سمومعلوماتو د نه رسېدو له امله د خبريال او رسنۍ حيثيت ته زيان اوښتی.

ځاځي وويل:((خبريالانو ته د دقيقو ارقامو نه ورکول او پر وخت د خبرونو نه شريکول، د دې باعث شوي چې په ټولنه کې د خبريال اعتبار ته زيان ورسيږي.))

د الجزيزه تلويزيون خبريال عبدالله مخلص اطلاعاتو ته لاسرسی د ټولو افغانانو، په تېره د خبريالانو حق او د چارواکومسووليت بولي او وايي کوم مسوول مراجع چې اطلاعات پټوي، له اساسي قانون او اطلاعاتو ته د لاسرسي له قانون څخه سرغړونه کوي.

مخلص وويل:((اطلاعاتو ته لاسرسی ډېر مشکل دی، د دې تر څنګ کوم ناسم ارقام چې دوی ورکوي، خبريال دروغجن معرفي کوي.))

د پکتيا خبريالان له اړوندو مسوولو چارواکو او ژورنالېستيکو ادارو هم غواړي، چې دا مسئله په جدي ډول تعقيب کړي.

دوی همدارنګه د خبريالانو ژوند ته هم پاملرنه غواړي او وايي چې دمګړۍ د خبريالانو د خونديتوب لپاره هېڅ تدابير نشته.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.