جلال آباد (پژواک، ۱۶ وږی ۹۷): د ننګرهار ولايت امنيتي چارواکي وايي چې د دغه ولایت په نازيانو ولسوالۍ کې د ملي امنيت ځانګړو ځواکونو عملياتو کې د داعش لس وسله وال وژل شوي او دوه مرکزونه يې هم له منځه وړل شوي دي.
د ننګرهار د ملي امنيت رياست له لوري د وږي په ۱۶مه پژواک ته رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې له یادو دوو مرکزونو په جلال اباد ښار کې ډېر بريدونه تنظيم شوي وو.
په خبرپاڼه کې راغلي چې د ملي امنیت ځانګړي ځواک تېره شپه په نازيانو ولسوالۍ کې د داعش وسله والو پر دوو مرکزونو عمليات کړي دي.
د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې چې د دغو عملياتو پر مهال ياد مرکزونه له منځه وړل شوي او لس داعشيان وژل شوي دي.
سرچينه زياتوي، له دغو مرکزونو په جلال اباد ښار کې د ترهګریزو پلانونه جوړېدل چې په کې موجود چاودېدونکي توکي، وسلې او مهمات هم له منځه وړل شوي.
خبرپاڼه کې ډاډ ورکړل شوی چې د عملياتو پر مهال امنيتي ځواکونو او عامو خلکو ته مرګ ژوبله او زيان نه دی اوښتی.
داعش وسله والو تر اوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن