کابل (پژواک، ۱۶ وږی ۹۷): د ميدان وردګو د نرخ ولسوالۍ د خانجاخېلو په سيمه کې د ماین چاودنې څلور ملګي وګړي وژلي دي.
د ميدان وردګو د نرخ ولسوالۍ د عمرخېلو سيمې د محمدعليم خېلو کلي اوسېدونکي فرشيد همدرد د وږي په ۱۶مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه پېښه تېره شپه شاوخوا يوه بجه رامنځته شوې ده.
هغه وويل: "د محمدعليم خېلو کلي اوسېدونکي محمد ولي خپل ناروغ زوی محمد وصيل چې دوه ورېرونه يې (محمد فريد او قاري مير حضرت) هم ورسره وو، د عمرخېلو روغتون ته تللی و او د بېرته راستنېدو پر مهال د خانجان خېلو په سيمه کې يې پر موټر د ماين چاونه وشوه او ټول شهيدان شول."
دی زياتوي، نن سهار د دغو څلورو کسانو د جنازې مراسم ترسره شول.
د هغه په وينا، د جنازې مراسمو ته وسله وال طالبان هم راغلي وو او خلکو ورسره د دې چاودنې پر سر لفظي شخړه وکړه خو هغوی ورته ويلي چې دوی به د پېښې په اړه پلټنې وکړي.
دی وايي، دغه راز د جنازې پر مهال وسله والو طالبانو دا هم ويلي چې دوی خلکو ته مخکې خبرداری ورکړی و چې د شپې له اتو بیا د سهار تر څلورو بجو تګ راتګ ونه کړي.
د ميدان وردګو د نرخ ولسوال حضرت محمد حقبين وايي چې د يادو ملکي وګړو پر موټر د دې ولسوالۍ د خسرو په سيمه کې د ماين چاودنه شوې ده.
هغه زياتوي، ياد ماين د وسله والو مخالفينو له لوري تر يو پلچک لاندې اېښودل شوی و.
خو وسله والو مخالفينو تر دې دمه په دې اړه څه نه دي ويلي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن