ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

میدان وردګو کې د ماین چاودنې څلور ملکي وګړي وژلي

میدان وردګو کې د ماین چاودنې څلور ملکي وګړي وژلي

author avatar
7 Sep 2018 - 11:38
میدان وردګو کې د ماین چاودنې څلور ملکي وګړي وژلي
author avatar
7 Sep 2018 - 11:38

کابل (پژواک، ۱۶ وږی ۹۷): د ميدان وردګو د نرخ ولسوالۍ د خانجاخېلو په سيمه کې د ماین چاودنې څلور ملګي وګړي وژلي دي.

د ميدان وردګو د نرخ ولسوالۍ د عمرخېلو سيمې د محمدعليم خېلو کلي اوسېدونکي فرشيد همدرد د وږي په ۱۶مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه پېښه تېره شپه شاوخوا يوه بجه رامنځته شوې ده.

هغه وويل: "د محمدعليم خېلو کلي اوسېدونکي محمد ولي خپل ناروغ زوی محمد وصيل چې دوه ورېرونه يې (محمد فريد او قاري مير حضرت) هم ورسره وو، د عمرخېلو روغتون ته تللی و او د بېرته راستنېدو پر مهال د خانجان خېلو په سيمه کې يې پر موټر د ماين چاونه وشوه او ټول شهيدان شول."

دی زياتوي، نن سهار د دغو څلورو کسانو د جنازې مراسم ترسره شول.

د هغه په وينا، د جنازې مراسمو ته وسله وال طالبان هم راغلي وو او خلکو ورسره د دې چاودنې پر سر لفظي شخړه وکړه خو هغوی ورته ويلي چې دوی به د پېښې په اړه پلټنې وکړي.

دی وايي، دغه راز د جنازې پر مهال وسله والو طالبانو دا هم ويلي چې دوی خلکو ته مخکې خبرداری ورکړی و چې د شپې له اتو بیا د سهار تر څلورو بجو تګ راتګ  ونه کړي.

د ميدان وردګو د نرخ ولسوال حضرت محمد حقبين  وايي چې د يادو ملکي وګړو پر موټر د دې ولسوالۍ د خسرو په سيمه کې د ماين چاودنه شوې ده.

هغه زياتوي، ياد ماين د وسله والو مخالفينو له لوري تر يو پلچک لاندې اېښودل شوی و.

خو وسله والو مخالفينو تر دې دمه په دې اړه څه نه دي ويلي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.