ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ولسمشر : د غازي محمد جان وردک په نوم دولتي مډال جوړيږي

ولسمشر : د غازي محمد جان وردک په نوم دولتي مډال جوړيږي

author avatar
7 Sep 2018 - 20:40
ولسمشر : د غازي محمد جان وردک په نوم دولتي مډال جوړيږي
author avatar
7 Sep 2018 - 20:40

کابل (پژواک، ۱۶ وږی ۹۷) : ولسمشر اشرف غني د وردکو یو شمېر مشرانو، متنفذینو او ځوانانو سره وکتل.

له ارګ څخه په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، په پیل کې د وردکو قوم د شورا رئیس جنرال مظفرالدین د ولسمشر غني د کړنو، لاسته راوړنو او ملي برنامو قدرداني او ټینګ ملاتړ وکړ. نوموړي وویل، د وردکو ولسونه د خپل نظام، حکومت او امنیتي او دفاعي ځواکونو ټینګ ملاتړي دي.

ورپسې نعمت الله محمودي د ولایت د نوم او د مرکز د انتقال، بندونو، د ولسوالیو د سرکونو جوړولو اود اداري واحدونو د زیاتوالي، د پوهنتون د انکشاف، برېښنا، سړو خونو او د امنیت د تامین په اړه خپل وړاندیزونه له جمهور رئیس سره شریک کړل.  

ولسمشر غني د دوی د وړاندیزونو او غوښتنو له اورېدو وروسته دوی ته ډاډ ورکړ چې د ستونزو او وړاندیزونو د ارزونې په موخه به باصلاحیته پلاوی واستوي.

هغه له یادو مشرانو یې وغوښتل چې د سیمه ییزه ارګانونو خپلواکې ادارې سره په همغږۍ خپله انکشافي، جامع او هر اړخیزه طرحه ترتیب او له جمهوري ریاست سره شریکه کړي.

ولسمشر د هېواد د ابادۍ او خپلواکۍ په برخه کې د وردکو د ولسونو په ځانګړي ډول د غازي محمد جان خان وردک هلې ځلې او اتلولۍ وستایلې او زیاته یې کړه، د نوموړي عکس به د نورو نومیالیو غازیانو ترڅنګ د ارګ په ماڼۍ کې ولګول شي. په نوم به یې مډال جوړ شي او د مقبرې د جوړولو لپاره به یې  له خپلو شخصي پیسومالي مرسته وکړي.

 اشرف غني د سولې او د لویو لارو د امنیت د تامین په برخه کې د ولسونو د همېشنۍ همکارۍ او ارزښتناک رول یادونه وکړه او له دوی څخه یې وغوښتل چې د امنیتي او دفاعي ځواکونو ترڅنګ د کابل- کندهار د لویې لارې د امنیت د تامین په برخه کې همکاري وکړي.

هغه  د کرنې او بڼوالۍ په برخه کې د مرحوم ډاکټر عبدالوکیل خان د ارزښتناکو هلو ځلو یادونې ته په اشارې وویل: وردک د افغانستان د مڼو مهم او لوی تولیدونکي دي او مشرانو  ته یې ډاډ ورکړ چې د امنیتي او دفاعي ځواکونو لپاره به د دوی مڼې وپېري. 

Visits: 4

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.