ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د افغانۍ ارزښت له کمېدو وروسته کابل کې د اوړو او بورې بيې لوړ شوې دي

د افغانۍ ارزښت له کمېدو وروسته کابل کې د اوړو او بورې بيې لوړ شوې دي

author avatar
8 Sep 2018 - 19:19
د افغانۍ ارزښت له کمېدو وروسته کابل کې د اوړو او بورې بيې لوړ شوې دي
author avatar
8 Sep 2018 - 19:19

کابل (پژواک، ۱۷ وږی ۹۷):  کابل ښار کې  نن د تېرې شنبې په پرتله، د افغانۍ پر وړاندې د ډالرو ارزښت له  لوړېدو وروسته ، د اوړو او بورې بیې اوچتې شوې دي؛  خو د ډېرو نورو  لومړنیو توکو نرخونه پر خپل ځای دي.

د کابل ښار د شهزاده سرای د صداقت صرافي خاوند حاجي میرحسین صداقت د معلوماتو پربنسټ، نن یو امریکايي ډالر په  ۷۴،۴۰ افغانیو او زر پاکستانۍ کلدارې په ۵۸۵ افغانیو بدلېدې.

د وږي ۱۰مه، یو امریکايي ډالر په  ۷۳،۳۵ افغانیو او زر پاکستانۍ کلدارې په ۵۸۳ افغانیو بدلېدې.

 د لومړنیو خوراکي توکو له جملې څخه د اوړو او بورې بیې لوړې شوې دي.

د کابل ښار د خوراکي توکو د سوداګرو ټولنې مشر فضل الرحمن ، پژواک خبري اژانس ته وویل چې نن د تېرې شنبې په پرتله، د یوې پنځوس کیلويي بورۍ قزاقستاني اوړو د عمده پلور بیه له ۱۲۰۰ څخه ۱۲۵۰ افغانیو ته او د  ۴۹ کیلوګرامه پاکستانۍ بورې  د عمده پلور بیه له ۱۶۰۰ څخه ۱۶۲۰ افغانیو ته لوړه شوې ده.

هغه زیاته کړه چې د افغانۍ پر وړاندې د ډالر ارزښت لوړیدل د یادو توکو د نرخونو لوړېدو سبب شوی دی.

 د هغه په وینا، که د افغانیو پر وړاندې د ډالر ارزښت راټیټ  نه شي، د نوو توکو په تورید سره به د زیاتو نورو  لومړنیو خوراکي توکو بیې هم لوړې شي.

د نوموړي په  وینا، نن د تېرې شنبې په څېر، یوه بورۍ ۲۴ کیلويي لومړۍ درجه پاکستانۍ سیله وریجې په عمده ډول  ۲۰۰۰ افغانۍ او ۱۶ لیتره خورشید غوړي په ۱۰۲۰ افغانیو پلورل کېږي.

همداراز د کابل ښار په منډوي کې چای پلورونکي نوراحمدخیرخواه وویل چې نن د تېرې شنبې په څېر یو کیلو اندونیزیايي شین چای په ۲۸۰ افغانۍ او یک کیلو افریقايي تورچای په ۳۰۰ افغانیو پلوري.

د ځینو توکو پرچون بیې د عمده بیو په پرتله په ځینو مواردو کې لږ توپیر، خو ځینې وخت زیات توپیر لري.

د کابل ښار د دهن باغ سیمه کې د خوراکي توکو پلورونکي احمد ولي پنجشېري وويل چې نن په پرچون ډول یوه ۵۰ کیلویي بورۍ قزاقي اوړه په ۱۳۵۰ افغانیو او ۴۹ کیلوګرامه پاکستانۍ بوره په ۱۸۰۰ افغانیو، ۲۴کیلوګرامه لومړۍ درجه پاکستانۍ سیله  وريجې په ۲۴۰۰ افغانیو، ۱۶ لیتره خورشید غوړي په ۱۱۳۰ افغانیو، یو کیلو اندونیزیايي شین چای په ۳۰۰ افغانیو او یک کیلو افریقایي تور چای په ۳۵۰ افغانیو پلوري.

 د سون توکو بيې پر خپل ځای پاتې دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.