ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

غني: د کابل ښار د لوېديځې سيمې د امنيت لپاره دې ګډه کمېټه جوړه شي

غني: د کابل ښار د لوېديځې سيمې د امنيت لپاره دې ګډه کمېټه جوړه شي

author avatar
8 Sep 2018 - 19:13
غني: د کابل ښار د لوېديځې سيمې د امنيت لپاره دې ګډه کمېټه جوړه شي
author avatar
8 Sep 2018 - 19:13

کابل (پژواک، ١٧ وږى ٩٧): ولسمشر اشرف غني د کابل ښار د لوېديځې سيمې د امنيت په اړه  وايي چې د خلکو په وړاندیز دې ولسي امنیتي ګډه کمېټه جوړه شي .

له ارګ څخه د وږي په ١٧مه، پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر تېر ماښام د علماوو، متنفذینو او ځوانانو په ګډون د کابل ښار د لوېدیځې سيمې له بېلابېلو اقشارو سره وکتل.

سرچينې زياته کړې، په دغه کتنه کې چې د جمهوررئیس دویم مرستیال استاد محمدسرور دانش، د ملي امنیت سلاکار ډاکټر حمدالله محب او د امنیتي او دفاعي سکتور مشرتابه هم حضور درلود، لومړی د کابل ګارنیزیون عمومي قوماندان ستر جنرال مراد علي مراد په محرم او شهید اوونۍ کې د امنیتي تدابیرو راپور وړاندې کړ.

هغه وویل، د کابل د لوېدیځې برخې د امنیت د ټينګښت په برخه کې د جمهوررئیس د څرګندو لارښوونو په اساس، په محرم او شهید اوونۍ کې له ولسي بنسټونو سره په همغږۍ کې ښه پرمختګونه شوي دي.

د کابل ګارنیزیون قوماندان ډاډ ورکړ چې د شهید اوونۍ او محرم لپاره عملي پلانونه ترتیب او بشپړ شوي او ملي امنیتي او دفاعي ځواکونه چمتو دي چې دا پلانونه په پوره همغږۍ او نظم سره پلي کړي او هیچا ته به د امنیت د ګډوډولو اجازه ور نه کړل شي.

ورپسې د دیني مراسمو د امنیتي همغږۍ د عالي کمېسیون په استازیتوب شجاع حسین محسني او د همسو ټولنیز سازمان په استازیتوب ډاکټرې حبیبه سرابي په ملي او مذهبي ورځو کې د کابل ښار د لوېدیځې سيمې امنیت ته د جمهوررئیس له پاملرنې او هراړخیزو اقداماتو څخه مننه وکړه.

هغوی په خپلو خبرو کې وویل، ولسي بنسټونه او د دیني مراسمو د امنیتي همغږۍ عالي کمېسیون به د دولت په ځانګړي ډول د امنیتي او دفاعي ځواکونو تر څنګ د ملي او مذهبي ورځو د امنیت د ټينګښت په برخه کې همکاري وکړي.

ویناوالو په جوماتونو، تکایاوو، ښوونیزو، ورزشي او نورو ځايونو کې د امنیتي طرحو په پیاوړتیا ټینګار وکړ، ويې ویل، له امنیتي ځواکونو سره د خلکو همکاري امنیت تامینولی شي.

هغوی وویل : ((وروستیو تروریستي بریدونو وښوده چې زموږ د خلکو د امنیت دښمنان د افغانستان د خلکو په مقابل کې د تنظیم شويو دسیسو له لارې غواړي سرسراي امنیت له ګواښ سره مخ او د حکومت او ملت ترمنځ واټن رامنځته کړي.))

ولسمشر اشرف غني د کابل پر وروستيو پېښو خواشيني څرګنده کړه او ويې ويل چې د برچي د خلکو غم د ټول افغان ملت غم دی او ټول ورنه متاثره شوي دي.

ولسمشر د محرم او شهید اوونۍ د امنیتي طرحې څخه په هرکلي وویل، دلته باید دا وضاحت موجود وي چې د افغانستان ملي امنیت له یو سترې توطیې او ګواښ سره مخ دی او د کابل د لوېدیځې سيمې مسئله دغه خبره ثابتوي. هغه زیاته کړه، اوسنی جنګ زموږ د خلکو او اساسي قانون په مقابل کې جنګ دی.

اشرف غني زیاته کړه، په دې برخه کې اخیستل شوي ګامونه کافي نه دي او لارښوونه يې کړې ده چې د کابل د لوېدیځې سيمې په ګډون دې کابل په څلورو امنیتي زونونو ووېشل شي چې دا مهال د امنیتي همغږۍ مرکز د کابل په لوېدیځه برخه کې فعال دی چې راتلونکي کې به په اساسي امنیتي مرکز بدل شي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.