جلال اباد (پژواک، ۱۷ وږی ۹۷): د ننګرهار د عامې روغتيا رياست چارواکي وايي،دغه ولايت کې د کانګو ناروغۍ اووه پېښې ثبت شوي چې له ډلې يې يوتن خپل ژوند هم له لاسه ورکړی دی.
د ننګرهار د عامې روغتيا ریاست د معلوماتو له مخې، دوی په ننګرهار کې د کانګو ناروغۍ د تشخيص، درملنې او وقايې لپاره بشپړ امکانات لري او دغه راز يې د عامه پوهاوي لړۍ هم پيل کړې ده.
کانګو يو ډول مرګونې وايروسي ناروغي ده، چې د کنې (tick) په نوم د يوې حشرې په واسطه له حيوان څخه انسان ته انتقالېږي؛ خو روغتياپالان وايي چې د درملنې ترڅنګ يې د ځان ساتنې ډېرې لارې چارې هم موجودې دي.
د یاد روغتون مسوولین وایي، په دې برخه کې یې خلکو ته عامه پوهاوی ور کړی چې په خبره یې اوس خلک د دې ناروغۍ په نښو پوهېږي.
د ننګرهار د عامې روغتيا رياست وياند انعام الله مياخېل د وږي په ١٧مه، پژواک خبري اژانس ته وويل،تر اوسه له دوی سره د کانګو ناروغۍ ۷ پېښې ثبت شوي چې يوتن يې خپل ژوند هم له لاسه ورکړی دی.
دی زياتوي: ((له موږ سره اووه پېښې ثبت شوي، چې يوه يې مشکوکه ده، تر اوسه موږ ته نتيجه بېرته لا نه ده راغلې چې د کانګو ناروغ دی او که کومه بله ناروغي ده، دغه راز يو ناروغ خپل ژوند هم له لاسه ورکړی دی.))
د مياخېل په خبره، دوی د جلال اباد حوزوي روغتون او يو شمېر د ولسواليو په کچه کلينيکونو کې د دغې ناروغۍ د تشخيص، درملنې او وقايې بشپړ امکانات لري او هر هغه څوک چې پر دغه ناروغۍ مشکوکېږي، د دوی روغتيايي مرکزونو ته دې ورسول شي.
د عامې روغتيا رياست ویاند وايي، ننګرهار کې يې له دغې ناروغۍ څخه د ځان ساتلو لپاره د رسنيو، ټولنيزو شبکو، ممبرونو او له نورو بېلابېلو لارو څخه د عامه پوهاوي کمپاينونه هم پيل کړي دي.
په ورته وخت کې د ننګرهار د کرنې او مالدارۍ رياست په يو شمېر ولسواليو کې د افغانستان لپاره د هالنډ کمېټې په همکارۍ د کانګو ناروغۍ د مخنيوي کمپاين پيل کړی دی.
د کرنې او مالدارۍ رييس رفیع الله رحیمزي پژواک ته وويل، د دې کمپاین په لړ کې به بهسود، کامې او ګوشتې ولسوالیو کې ۴۵ زره څارويو ته د کانګو له منځه وړلو په موخه دوا تطبیق شي، د څارویو د اوسېدلو ديارلس نيم زره ځایونه (غوجلې) به دوا پاشي او دغه راز به د څارویو او کنو (tick) څخه د یادې ناروغۍ د پېژندنې په موخه شاوخوا ۱۵۰ نمونې واخیستل شي.
هغه زياتوي، د دې ترڅنګ شاوخوا ۱۰۰۰ تنو مالدارانو ته د حفظه الصحې بستۍ هم ورکول کیږي چې د یادې ناروغۍ د مخنیوي په موخه ورڅخه کار واخلي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن