ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په مرکزي بغلان ولسوالۍ کې د ملي اردو لسګونه سرتېري کلا بند دي

په مرکزي بغلان ولسوالۍ کې د ملي اردو لسګونه سرتېري کلا بند دي

author avatar
8 Sep 2018 - 19:17
په مرکزي بغلان ولسوالۍ کې د ملي اردو لسګونه سرتېري کلا بند دي
author avatar
8 Sep 2018 - 19:17

پلخمري (پژواک، ١٧ وږى ٩٧) : د بغلان ولايت په مرکز بغلان ولسوالۍ کې د ملي اردو لسګونه سرتېري کلا بند دي، بلخوا هلته په جګړه کې د يو شمېر سرتېرو د مرګ ژوبلې اوښتو خبر هم ورکړل شوى دى.

په يادې ولسوالۍ کې د سيمه ييزو پوليسو يوې سرچينې چې د نوم له څرګندولو يې ډډه کوله، د وږي په ١٧مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه وسله والو طالبانو د ملي اردو او سيمه ييزو پوليسو پر پوستو ډله ييز بريدونه کړي دي.

هغه زياته کړه چې په دې بريدونو کې ٢٢ د ملي اردو او څلورو پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د ارباب شمس الله په نامه د سيمې يو تن اوسېدونکي پژواک ته وويل چې جګړه ډېره سخته او دواړو لوريو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.

خو په شمال کې د شاهين قول اردو  وياند محمد حنيف رضايي بيا په ياده جګړه کې د ملي اردو مرګ ژوبله ردوي او وايي چې يواځې څلور سرتېري ټپيان شوي دي.

هغه پژواک ته وويل، هلته د ملي اردو ګڼ شمېر سرتېري په يوه پوځي اډه کې کلا بند دي او ددوو نورو پوستو سرتېري نږدې کليو ته تللي دي.

د رضايي په وينا، له يادو سرتېرو سره يې اړيکه پرې ده، خو په قوي ګومان سره هغوى ژوندي دي.

دى وايي، د وسله والو طالبانو پر مورچو هوايي بريدونه شوي او ممکن ورته درنه مرګ ژوبله اوښتې وي.

بلخوا وسله والو طالبانو بيا د يادو پوستو د نيولو او ٣١ سرتېرو ته د مرګ  ژوبلې اړولو ادعا کړې ده. 

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.