د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

اعتراض کوونکو د سیاه ګرد ولسوالۍ د خويشکي درې لار وتړله

ټولنه

آرشيف

اعتراض کوونکو د سیاه ګرد ولسوالۍ د خويشکي درې لار وتړله

Sep 08, 2018 - 17:40

چاریکار (پژواک، ۱۷وږی ۹۷): سلګونو کسانو د پروان سیاه ګرد ولسوالۍ د خويشکي درې لار بنده کړې او وايي چې لار به تر هغه مهاله بنده وي څو چې د خشکي درې ولسوالۍ اوسېدونکي، پر هغوی د اوبو له بندولو لاس په سر نه شي.

خو د خويشکي درې ولسوالۍ خلک وايي چې دوى اوبه نه دې بندې کړي، بلکې وچکالي ده او ښکته پرتو ځمکو ته اوبه نه رسېږي.

اعتراض کونکي چې د سرخي کلي او شاوخوا کليو اوسېدونکي دي، هغه لارې چې د خويشکي دره  د دې ولسوالۍ له مرکز سره نښلوي، د نن سهار له ۹ بجو راهیسې د ترافیکو پر مخ تړلې دي.

د محمد امین په نوم یوه اعتراض کوونکي وويل : (( د خويشکي درې خلکو پر موږ له تېرو دوو میاشتو راهیسې د څښاک او ځمکو خړوبولو  اوبه  بندې کړې دي،  ځمکې او باغونه مو وچ شوي  ، د څښاک اوبه  نه لرو، له  زیاتو ستونزو سره  مخ یوو.))

د حقمل په نوم بل اعتراض کوونکي وویل : (( یواځې سږ کال نه ده، بلکې له تېرو ۱۷ کلونو را هیسې د خويشکي درې خلکو زموږ پر ځمکو چې په وروستۍ برخه کې موقعیت لري اوبه بندوي؛ د   خويشکي درې خلک زورواکي او وسله وال دي، نو ځکه مو لاریون وکړ؛ څو چې اوبه را خوشې نه کړي، د يادې درې لار به  بنده وي او  تګ راتګ  پرې نه شي کولی.))

اعتراض کوونکي، د څو کلیو د ستونزو په هوارۍ کې حکومت په ناغېړۍ تورنوي.

د سیاه ګرد ولسوال نوراقا سامع وویل چې لاریون کوونکو د دوه زرو کورنیو نښلونکې لار تړلې ده.

د هغه په وینا، کومه سیمه چې د خويشکي درې په پای کې پرته ده او اوسېدونکو یې اوبه بندې کړي دي، هلته طالبان واکمن دي؛ خونوموړی هڅه کوي څو دا ستونزه د قومي مخورو پر مټ هواره کړي.

خو د خويشکي درې اوسېدونکي الف ګل، پژواک خبري اژانس ته وویل چې ددې درې اوسېدونکي اوبه نه بندوي؛ د وچکالۍ له امله اوبه ډېرې لږ شوې دي، د درې په رورستۍ برخه کې پرتو سیمو ته اوبه نه رسېږي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement