ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

خلک : د بغلان په ځينو ښوونځیو کې امنیتي ځواکونو پوځي اډې جوړې کړې دي

خلک : د بغلان په ځينو ښوونځیو کې امنیتي ځواکونو پوځي اډې جوړې کړې دي

author avatar
8 Sep 2018 - 12:19
خلک : د بغلان په ځينو ښوونځیو کې امنیتي ځواکونو پوځي اډې جوړې کړې دي
author avatar
8 Sep 2018 - 12:19

پلخمري(پژواک،١٧وږى٩٧):د بغلان ولایت د یو شمېر لرو پرتو سیمو اوسېدونکي وايي چې په ښوونځیو کې یې افغان امنیتي ځواکونو پوځي اډې جوړې کړې دي چې له امله يې زرګونه زده کوونکي له زده کړو پاتې دي.

د دغه ولايت د مرکزي بغلان ولسوالۍ د کهنه قلعه سیمې اوسېدونکي سید کمال وردګ د وږي په ١٧ مه پژواک خبري اژانس ته وویل چې افغان ځواکونو دوه میاشتې وړاندې په دغه سيمه کې د وسله والو طالبانو پر وړاندې عمليات پيل کړل.

هغه وايي: (( له هغه وروسته يې د کهنه کلا په ښوونځي کې پوځې اډه جوړه کړې چې له امله يې سلګونه شاګردان له زده کړو پاتې دي، ځکه ښوونځيو کې هغوى دي او زده کوونکي نه پرېږدي.))

نوموړی پر چارواکو نیوکه کوي او وایي، څو ځله یې د ولایت مقام او پوهنې ریاست ته په دې اړه شکایت وکړ، خو دواړو یې له افغان ځواکونو څخه دښوونځي د خوشې کولو په اړه هېڅ ونه کړل.

د دې ښوونځي د والدینو شورا غړي نصرالله میرخېل هم  پژواک ته وویل: (( زموږ د کلي په ښوونځي کې له زرو ډېر زده کوونکي چې ۶۰۰ یې نجونې دي په زده کړو بوخت و، خو سږکال ځکه له درسونو پاتې دي چې له  ښوونځي یې د افغان ځواکونو نظامي اډه جوړه شوې ده.))

ده وویل چې قومي مشرانو یې له ښوونځي د افغان امنیتي ځواکونو د وتلو په اړه له چارواکو سره څو ځله خبرې کړي، خو پايله يې نه ده ورکړې.

همدارنګه د پوهنې ریاست د تفتیش څانګې مامور عجب ګل هم دغه ستونزه مني او وايي، د پلخمري اړوند ګرګرک، چشمه شېر، یارمحمد خروټي او باغ شمال سیمو ښوونځیو ترڅنګ هم  افغان ځواکونو امنیتي پوستې جوړې کړي  چې د زده کوونکو پر حاضرۍ او زده کړو یې منفي اغېزې کړې دي.

نوموړی وايي، د سیمې اوسېدونکو له ښوونځیو د امنیتي ځواکونو د لرې کېدو غوښتنې کړي، خو چارواکي یې په لرو کولو نه دي توانېدلي.

دغه راز د باغ شمال سيمې اوسېدونکي شېرمحمد پژواک ته وويل: (( زموږ د کلي مکتب ترڅنګ يې پوسته جوړه کړې، دا خپله يوه وېره ده که چېرې دوى نه وي، طالبان هم ډزې نه کوي، نو همدا ده چې څوک خپل بچيان مکتب ته نه لېږي.))

په دې اړه د بغلان د پوهنې ريیسې لیلما فقیري هم یاده ستونزه ومنله او ويې ويل چې د پوهنې ریاست مسوولینو ورته په ځینو ښوونځیو کې د افغان ځواکونو د شتون خبر ورکړی، موضوع یې د ولایت مقام او امنیتي مسوولینو سره شریکه کړې چې ډېر ژر به يې په اړه اقدام وکړي.

فقیري زیاتوي، بغلان کې داسې ښوونځي نشته چې له څو میاشتو راهیسې دې تړلې وي.

هغې زياته کړه: (( د کهنه کلا ښوونځى شل ورځې کېږي چې تړلى دى او په نهرین ولسوالۍ کې  هم  یو ښوونځى د وروستیو جګړو له امله  پنځه ورځې کېږي چې بند دى، ډېر ژر به خلاص شي.))

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.