د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د افغانۍ ارزښت له کمېدو وروسته کابل کې د اوړو او بورې بيې لوړ شوې دي

د افغانۍ ارزښت له کمېدو وروسته کابل کې د اوړو او بورې بيې لوړ شوې دي

Sep 08, 2018 - 19:19

کابل (پژواک، ۱۷ وږی ۹۷):  کابل ښار کې  نن د تېرې شنبې په پرتله، د افغانۍ پر وړاندې د ډالرو ارزښت له  لوړېدو وروسته ، د اوړو او بورې بیې اوچتې شوې دي؛  خو د ډېرو نورو  لومړنیو توکو نرخونه پر خپل ځای دي.

د کابل ښار د شهزاده سرای د صداقت صرافي خاوند حاجي میرحسین صداقت د معلوماتو پربنسټ، نن یو امریکايي ډالر په  ۷۴،۴۰ افغانیو او زر پاکستانۍ کلدارې په ۵۸۵ افغانیو بدلېدې.

د وږي ۱۰مه، یو امریکايي ډالر په  ۷۳،۳۵ افغانیو او زر پاکستانۍ کلدارې په ۵۸۳ افغانیو بدلېدې.

 د لومړنیو خوراکي توکو له جملې څخه د اوړو او بورې بیې لوړې شوې دي.

د کابل ښار د خوراکي توکو د سوداګرو ټولنې مشر فضل الرحمن ، پژواک خبري اژانس ته وویل چې نن د تېرې شنبې په پرتله، د یوې پنځوس کیلويي بورۍ قزاقستاني اوړو د عمده پلور بیه له ۱۲۰۰ څخه ۱۲۵۰ افغانیو ته او د  ۴۹ کیلوګرامه پاکستانۍ بورې  د عمده پلور بیه له ۱۶۰۰ څخه ۱۶۲۰ افغانیو ته لوړه شوې ده.

هغه زیاته کړه چې د افغانۍ پر وړاندې د ډالر ارزښت لوړیدل د یادو توکو د نرخونو لوړېدو سبب شوی دی.

 د هغه په وینا، که د افغانیو پر وړاندې د ډالر ارزښت راټیټ  نه شي، د نوو توکو په تورید سره به د زیاتو نورو  لومړنیو خوراکي توکو بیې هم لوړې شي.

د نوموړي په  وینا، نن د تېرې شنبې په څېر، یوه بورۍ ۲۴ کیلويي لومړۍ درجه پاکستانۍ سیله وریجې په عمده ډول  ۲۰۰۰ افغانۍ او ۱۶ لیتره خورشید غوړي په ۱۰۲۰ افغانیو پلورل کېږي.

همداراز د کابل ښار په منډوي کې چای پلورونکي نوراحمدخیرخواه وویل چې نن د تېرې شنبې په څېر یو کیلو اندونیزیايي شین چای په ۲۸۰ افغانۍ او یک کیلو افریقايي تورچای په ۳۰۰ افغانیو پلوري.

د ځینو توکو پرچون بیې د عمده بیو په پرتله په ځینو مواردو کې لږ توپیر، خو ځینې وخت زیات توپیر لري.

د کابل ښار د دهن باغ سیمه کې د خوراکي توکو پلورونکي احمد ولي پنجشېري وويل چې نن په پرچون ډول یوه ۵۰ کیلویي بورۍ قزاقي اوړه په ۱۳۵۰ افغانیو او ۴۹ کیلوګرامه پاکستانۍ بوره په ۱۸۰۰ افغانیو، ۲۴کیلوګرامه لومړۍ درجه پاکستانۍ سیله  وريجې په ۲۴۰۰ افغانیو، ۱۶ لیتره خورشید غوړي په ۱۱۳۰ افغانیو، یو کیلو اندونیزیايي شین چای په ۳۰۰ افغانیو او یک کیلو افریقایي تور چای په ۳۵۰ افغانیو پلوري.

 د سون توکو بيې پر خپل ځای پاتې دي.

 د کابل ښار د وزیر اباد سیمې د تېلوټانک کارکوونکي عبدالهادي وویل  چې نن د تېرو اوو ورځو په څېر یو لیتر ډیزل په ۴۶ افغانیو او یو لیتر پټرول  په ۵۶ افغانیو پلوري.

احمد جاوید چې  د کابل ښار تایمني څلورم سړک کې د ګازپلورلو هټۍ لري، نن د تېرې شنبې په څېر یو کیلو اوبلن ګاز په ۶۰ افغانیو پلوري.

د سرو زرو نرخ تغییر نه دی کړی.

 د کابل ښار تیمورشاهي واټ کې زرګر حاجي فواد احمد صالح زاده وویل چې نن د تېرې شنبه په څېر ، ۷۵۰ عیاره یو ګرام عربي سره زر په ۲۳۵۰ افغانیو او ۵۸۵ عیاره یو ګرام روسۍ سره زر په ۱۸۵۰ افغانیو پلوري.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement