د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

"د خوست د ملکي روغتون خدمات د نفوس په پرتله ډېر کم دي"

روغتیا

ارشيف

"د خوست د ملکي روغتون خدمات د نفوس په پرتله ډېر کم دي"

Sep 08, 2018 - 16:26

خوست ښار (پژواک، ۱۷ وږی ۹۷):د خوست ملکي چارواکي او عام خلک وايي چې د خوست اوسني نفوس ته په کتو کوم خدمات چې ددې ولايت په ملکي روغتون کې وړاندې کېږي، ډېر لږ دي.

هغوی زياتوي چې د خوست اوسني سل بستريز ملکي روغتون خدمات يواځې د ۵ سوه زره کسانو لپاره په نظر کې نيول شوي، په داسې حال کې چې دا مهال د خوست د خلکو شمېر له يونيم ميليون هم زيات دی.

د خوست د ملکي روغتون مشر ډاکټر سخي سردار له پژواک خبري اژانس سره خبرو کې وويل چې د خوست ترڅنګ د پکتيا او پکتيکا ولايتونو ناروغان هم دې روغتون ته د درملنې لپاره راځي.

نوموړی وايي چې د روغتون ظرفيت او تشکيل ته په کتو سره نه شي کولی ټولو ناروغانو ته په يو وخت کې په معياري ډول خدمات وړاندې کړي.

هغه زياتوي:((هغه نورمونه چې په نړيواله او ملي کچه وضع شوي موږ بايد۵۰۰ بستره روغتون ولرو، که دا نه وي نو حداقل زموږ روغتون بايد درې سوه بسترو ته لوړ شي، څو د خلکو اړتياوو ته ځواب ووايو.))

په همدې حال کې د خوست عام اوسېدونکي هم شکايت کوي چې ناروغان يې په خپل وخت نه  تداوي کيږي.

د رسول پادشاه په نوم ددې ولايت يو تن اوسېدونکي پژواک اژانس ته وويل چې د خوست په ملکي روغتون کې د ناروغانو د زياتې ګڼې ګوڼې له امله څو ځله اړ شوی چې خپل ناروغان د ښار شخصي روغتون ته يوسي.

دی وايي: ((ما ملکي روغتون ته يو ځل خپل ناروغ وړی و، پوره له يو ساعت ځنډ وروسته ورته ډاکټر راغی. هغه څوک چې واسطه ولري او ډاکټر سره پېژني د هغه تداوي په وخت سره کيږي.))

اخوا د خوست د عامې روغتيا رييس ډاکټر حبيب شاه انصاري هم پژواک خبري اژانس ته وويل چې څو ځله يې له مرکزي ادارې سره دا ستونزه شريکه کړې، خو تردې دمه يې پرېکنده ځواب نه دی ترلاسه کړی.

نوموړی زياتوي:((موږ پلان لرو چې سکتوري رييسان، د ولسي جرګې او د ولايتي شورا غړي او نور مخور مشران کابل ته سفر وکړو او د عامې روغتيا له وزير سره دا ستونزه په جدي ډول شريکه کړو، څو ولسمشرۍ ماڼۍ ته پيشنهاد شي او په نويو قراردادونو کې چې درې مياشتې وروسته د عامې روغتيا له وزارت سره کيږي، په هغه کې موږ تر درې سوه بسترو پورې روغتون ولرو.))

په ورته وخت کې د خوست والي حکم خان حبيبي هم وايي څه ډول چې لازمه ده، مرکزی ادارې د خوست ملکي روغتون د اکمال او تجهيز په برخه کې مرسته نه ده کړې.

والي حبيبي د عامې روغتيا له وزارت څخه غوښتنه وکړه چې د روغتون د ظرفيت او د تشکيل په لوړولو کې له دوی سره لازمه همکاري وکړي.

د يوه بل خبرې له مخې، نن د (وږي په ۱۷مه) د نري رنځ ناروغۍ د ښه تشخيص په موخه د خوست ولايت ملکي روغتون سره د ۲۲ ميليونه افغانيو په ارزښت د طبي وسايلو مرسته وشوه.

د خوست د عامې روغتيا رياست چارواکي وايي چې د طبي وسايلو په دې مرسته کې يو د ډيجيټل اکسرې او بل د جن اکسپرت نوي ماشينونه شامل دي، چې د امريکا متحده ايالاتو پرمختيايي ادارې USAIDinfo-icon په مالي لکښت اخيستل شوي.

د خوست د عامې رييس ډاکټر حبيب شاه انصاري د يادو ماشينونو د تسليمۍ پرمهال پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا ماشينونه په نوې عصري تکنالوجۍ سمبال دي او تراوسه د ګوتو په شمېر ولايتونو کې موجود دي.

هغه زياته کړه چې ددې ماشينونو په فعاليدو سره به وکولی شي په ناروغانو کې د نري رنځ ناروغي په اساسي ډول تشخيص کړي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement