ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ملي اردو يو سرتېرى په اعدام محکوم شو

د ملي اردو يو سرتېرى په اعدام محکوم شو

author avatar
8 Sep 2018 - 16:14
د ملي اردو يو سرتېرى په اعدام محکوم شو
author avatar
8 Sep 2018 - 16:14

مزار شريف ( پژواک، ۱۷وږی، ۹۷): په شمال کې د شاهين قول اردو ابتدائيه محکمې يوه سرتېري ته د خيانت په تور د اعدام سزا واوروله.

د يادې قول اردو په قوماندانۍ کې د وږي په ۱۷مه، جوړه شوې علني محکمې ته متهم محمد ابرار حاضر کړی شو او د اعدام د سزا تر څنګ څه باندې ۴۰۰ هزار افغانۍ نغدي جريمه هم پرې راغله.

د ياد قضايي پلاوي موظف څارنوال شمس الرحمن ابراهيم خېل د محکمې په جريان کې وويل چې د ۱۳۹۵ لمريز کال په کب مياشت کې محمد ابرار او د هغه ملګري احمد شاکر سرپل ولايت کې يوه پوسته له ۱۰ سرتېرو او وسلو سره طالبانو ته سپارلې وه.

نوموړی زياتوي، له پېښې وروسته دغه دوه کسان تښتېدلي وو چې بيا د ۱۳۹۷ کال د غويي په مياشت کې محمد ابرار په نورستان ولايت کې د کشفي ارګانونو له خوا ونيول شو.

هغه زياته کړه، د قضيې د څېړنې او څارنې پر مهال يې موندلې چې محمد ابرار له نظام او وطن سره خيانت کړی دی.

نوموړي له قاضي څخه متهم ته د اشدو مجازاتو غوښتنه وکړه.

په ورته وخت کې متهم محمد ابرار پر ده باندې لګېدلي ټول تورونه بې بنسټه بولي او ځان بې ګناه ګڼي.

هغه وويل، د دوی د ګزمې پر مهال طالبانو پر ياده پوسته بريد وکړ ، د دوی لاسونه او پښې يې وتړلې او نور سرتېري او وسلې يې ځان سره يوړې.

نوموړي د ده په تړاو د څارنوال ټولې څرګندونې بې بنسټه وبللې.

د محکمې په پای کې قاضي سکندر بېک سلطاني مجرم ته د قضايي پلاوي پرېکړه واوروله.

هغه وويل چې د قضايي پلاوي د پرېکړې له مخې محمد ابرار طالبانو ته د دولتي امکاناتو او وسلو د سپارلو په تور  څلور سوه زره افغانۍ نغدي جريمه او طالبانو ته د سرتېرو د سپارلو په جرم پر اعدام محکوم شو.

قاضي زياته کړه، چې ياده محکمه ابتداييه ده او متهم د استېناف غوښتنې حق لري.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.