د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

غني: د کابل ښار د لوېديځې سيمې د امنيت لپاره دې ګډه کمېټه جوړه شي

غني: د کابل ښار د لوېديځې سيمې د امنيت لپاره دې ګډه کمېټه جوړه شي

Sep 08, 2018 - 19:13

کابل (پژواک، ١٧ وږى ٩٧): ولسمشر اشرف غني د کابل ښار د لوېديځې سيمې د امنيت په اړه  وايي چې د خلکو په وړاندیز دې ولسي امنیتي ګډه کمېټه جوړه شي .

له ارګ څخه د وږي په ١٧مه، پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر تېر ماښام د علماوو، متنفذینو او ځوانانو په ګډون د کابل ښار د لوېدیځې سيمې له بېلابېلو اقشارو سره وکتل.

سرچينې زياته کړې، په دغه کتنه کې چې د جمهوررئیس دویم مرستیال استاد محمدسرور دانش، د ملي امنیت سلاکار ډاکټر حمدالله محب او د امنیتي او دفاعي سکتور مشرتابه هم حضور درلود، لومړی د کابل ګارنیزیون عمومي قوماندان ستر جنرال مراد علي مراد په محرم او شهید اوونۍ کې د امنیتي تدابیرو راپور وړاندې کړ.

هغه وویل، د کابل د لوېدیځې برخې د امنیت د ټينګښت په برخه کې د جمهوررئیس د څرګندو لارښوونو په اساس، په محرم او شهید اوونۍ کې له ولسي بنسټونو سره په همغږۍ کې ښه پرمختګونه شوي دي.

د کابل ګارنیزیون قوماندان ډاډ ورکړ چې د شهید اوونۍ او محرم لپاره عملي پلانونه ترتیب او بشپړ شوي او ملي امنیتي او دفاعي ځواکونه چمتو دي چې دا پلانونه په پوره همغږۍ او نظم سره پلي کړي او هیچا ته به د امنیت د ګډوډولو اجازه ور نه کړل شي.

ورپسې د دیني مراسمو د امنیتي همغږۍ د عالي کمېسیون په استازیتوب شجاع حسین محسني او د همسو ټولنیز سازمان په استازیتوب ډاکټرې حبیبه سرابي په ملي او مذهبي ورځو کې د کابل ښار د لوېدیځې سيمې امنیت ته د جمهوررئیس له پاملرنې او هراړخیزو اقداماتو څخه مننه وکړه.

هغوی په خپلو خبرو کې وویل، ولسي بنسټونه او د دیني مراسمو د امنیتي همغږۍ عالي کمېسیون به د دولت په ځانګړي ډول د امنیتي او دفاعي ځواکونو تر څنګ د ملي او مذهبي ورځو د امنیت د ټينګښت په برخه کې همکاري وکړي.

ویناوالو په جوماتونو، تکایاوو، ښوونیزو، ورزشي او نورو ځايونو کې د امنیتي طرحو په پیاوړتیا ټینګار وکړ، ويې ویل، له امنیتي ځواکونو سره د خلکو همکاري امنیت تامینولی شي.

هغوی وویل : ((وروستیو تروریستي بریدونو وښوده چې زموږ د خلکو د امنیت دښمنان د افغانستان د خلکو په مقابل کې د تنظیم شويو دسیسو له لارې غواړي سرسراي امنیت له ګواښ سره مخ او د حکومت او ملت ترمنځ واټن رامنځته کړي.))

ولسمشر اشرف غني د کابل پر وروستيو پېښو خواشيني څرګنده کړه او ويې ويل چې د برچي د خلکو غم د ټول افغان ملت غم دی او ټول ورنه متاثره شوي دي.

ولسمشر د محرم او شهید اوونۍ د امنیتي طرحې څخه په هرکلي وویل، دلته باید دا وضاحت موجود وي چې د افغانستان ملي امنیت له یو سترې توطیې او ګواښ سره مخ دی او د کابل د لوېدیځې سيمې مسئله دغه خبره ثابتوي. هغه زیاته کړه، اوسنی جنګ زموږ د خلکو او اساسي قانون په مقابل کې جنګ دی.

اشرف غني زیاته کړه، په دې برخه کې اخیستل شوي ګامونه کافي نه دي او لارښوونه يې کړې ده چې د کابل د لوېدیځې سيمې په ګډون دې کابل په څلورو امنیتي زونونو ووېشل شي چې دا مهال د امنیتي همغږۍ مرکز د کابل په لوېدیځه برخه کې فعال دی چې راتلونکي کې به په اساسي امنیتي مرکز بدل شي.

ولسمشر د زونونو په چوکاټ کې د امنیتي تطبیقي پلان پر ترتیب ټینګار وکړ او زیاته یې کړه، د خلکو په وړاندیز دې ولسي امنیتي ګډه کمېټه جوړه شي او د سرقوماندانۍ تر کچې دې د راپور ورکولو او څارنې میکانیزم رامنځته شي.

هغه څرګنده کړه، دغه راز امنیتي تدابیر د کابل په شنه ساحه کې هم په پام کې نیول شوي دي چې له هغه موډل څخه به هم کار واخیستل شي چې دا موډل هر اړخیز بحث ته اړتیا لري. ولسمشر ټینګار وکړ  چې د کابل د لوېدیځې برخې امنیت ته به د لوړ تهدید په توګه اساسي پام وشي.

هغه د ویناوالو د دغه وړاندیز په اړه چې ځينو جوماتونو او تکیه خانو ته دې وسلې ووېشل شي، اړوندو مسوولانو ته لارښوونه وکړه چې د دغې غوښتنې عملي لارې چارې دې له هره اړخه و ارزول شي او هم دې د امنیتي اخلال د مخنیوي په غرض د جوماتونو له ساتونکو څخه د څارنې پر میتود کار وشي.

ولسمشر غنی وویل، د مسوولو ښاریانو له رول پرته، دولت ځواب نه شي ویلی او محدودیت یې نه شي درک کېدای. د ګواښونو د رفع کولو په برخه کې باید شک نه وي موجود، که ښاریان رامخې ته شي د دښمن ټولې دسیسې به شنډې شي.

هغه اړوندو مسوولانو ته لارښوونه وکړه چې له ولسي بنسټونو سره په همغږۍ دې د امنیتي طرحې پر پیاوړتیا کار وکړي او د دغې طرحې د انکشاف په خاطر دې وروسته راپور جمهوري ریاست ته وسپاري. ولسمشر د کابل د لوېدیځې برخې له مشرانو او متنفذینو وغوښتل چې په خپلې طرحه کې دې خپلې غوښتنې او لومړیتوبونه په څرګنده توګه په پام کې ونیسي او راتلونکو ناستو کې دې وړاندې کړي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement