ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

له چین څخه افغانستان ته د نوري فایبر شبکې غځولو چارې پیلېږي

له چین څخه افغانستان ته د نوري فایبر شبکې غځولو چارې پیلېږي

author avatar
8 Sep 2018 - 16:55
له چین څخه افغانستان ته د نوري فایبر شبکې غځولو چارې پیلېږي
author avatar
8 Sep 2018 - 16:55

فیض اباد (پژواک، ۱۷ وږی ۹۷): د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وايي چې له چین څخه فیض اباد ته د نوري فایبر شبکې وروستۍ سروې بشپړه شوې چې په دې سره به د یادې شبکې د غځولو کار هم پیل شي.

د نوري فایبر شبکه به له فیض اباد څخه د چین تر پولې چې څه باندې ۴۰۰ کیلومتره واټن لري وغځول شي، مالي لګښت یې چې ۷۰ میلیونه امریکايي ډالرو ته رسېږي د چین ولسي جمهوریت له لوري ورکول کېږي.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر شهزادګل اریوبي دا مطلب بدخشان ته د سفر پرمهال چې د مالیې سرپرست وزیر او د چین سفیر هم ورسره ملتیا کوله، فیض اباد ښار کې په ډاګه کړ.

نوموړي زیاته کړه : (( تر راتلونکې یوې میاشتې به د افغانستان واخان دهلېز نوري فایبر  د ۱۷۰ کیلومتره شبکې غځولو چارې چې د چین له دوست هېواد څخه پیل او د بدخشان تر فیض اباد پورې غځېږي د چین او افغانستان تخنیکي ډلې په همکارۍ به  پیل شي.))

د هغه په خبره، د نوري فایبرشبکې په عملي کېدو او له چين سره د افغانستان نښلېدا چې د ډیجیټلي ورېښم لارې یوه برخه ده، افغانستان به سیمه کې د معلوماتو لېږد په مسیر بدل کړي.

نوموړي زیاته کړه چې د افغانستان نوري فایبرشبکه به له واخان بندر څخه چين ته او له چین څخه به افریقايي او اروپايي هېوادونو سره ونښلي او د منځنۍ اسیا هېوادونه به هم د افغانستان له لارې د سوېلي اسیا له هېوادونو او د قفقاز له لارې اروپا سره ونښلي.

نوموړي یادونه وکړه چې له واخان څخه د فیض اباد تر ښار پورې د نوري فایبر پروژې تطبیق تر څنګ، د دې پروژې څارنې لپاره به یو خام سړک په واخان ولسوالۍ کې جوړ شي.

د مالیې سرپرست وزیر ډاکټرهمایون قیومی وویل چې دنوري فایبر پرمټ له چین سره د افغانستان نښلول؛ افغانستان به له دې انټرنیټي لويې لارې څخه له اروپا، عربي هېوادونو او افریقا سره ونښلول شي.

د هغه په وینا، د نوري فایبر شبکې په غځولو سره به د ورېښم لار بیا فعاله شي.

 قیومي وويل، هڅه کېږي چې د فواید عامې وزارت په همکارۍد نوري فایبر شبکې د مراقبت لپاره له واخان څخه تر اشکاشم ولسوالۍ پورې د یو خامه سړک جوړول د راتلونکي مالي کال په پلان کې ونیول شي.

نوموړي زیاته کړه: (( دا چې بدخشان له درېیو هېوادونو سره ګډه پوله لري او زیات امکانات لري؛ خو تېرو پنځو لسېزو کې دې ولایت ته هېڅ ځانګړې پاملرنه نه ده شوې.))

هغه همداراز زیاته کړه چې چين په بدخشان کې د برېښنا د یو بند جوړولو ژمنه هم کړې چې د دې بند په جوړولو سره به نه یواځې بدخشان د برېښنا د انرژۍ له اړخه په ځان بسیا شي، بلکې ګاونډي ولایتونه به یې هم د برېښنا له نعمت څخه برخمن شي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.