کابل (پژواک ١٧ وږى ٩٧): امنيتي مسوولين وايي، داود امين د سيمه ييزو پوليسو د قومندان او سيد محمد روشندل د امنيه قومندان په توګه ټاکل شوي دي.
د کابل د امنيه قومندانۍ وياند حشمت ستانکزي، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه ټاکنې د ولسمشر د فرمان پر اساس شوې دي.
ده زياته کړه، لوى پاسوال سيد محمد روشندل، نن ناوخته په رسمي ډول د کورنيو چارو د وزير له خوا د کابل د امنيه قومندان په توګه معرفي شو.
د هغه په وينا، د کابل مخکينى امنيه قومندانى مل پاسوال داود امين د کورنيو چارو وزارت د سيمه ييزو پوليسو د قومندان په توګه ټاکل شوى دى.
نوموړي د امنيه قومندان په توګه دنده کابو ٧ مياشتې پرمخ يوړه.
د ستانکزى د معلوماتو پر بنسټ، روشندل تر دې مخکې د کورنيو چارو وزارت د ځانګړو ځواکونو د قومندان او تر هغه وروسته د دې وزارت د امنيتي چارو د رئيس ارکان په توګه دندې ترسره کړې دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن