کابل (پژواک، ١٧ وږى ٩٧) : د کرکټ بورډ عمومي مشر وايي چې د شپږيزې داخلي ليګ به ژوندى ساتل کېږي او د لوبډلو کوم مالکان چې نه حاضريږي قراردادونه به يې فسخ شي.
شپږيزه د شل اووريز کرکـټ تر ټولو ستر کورنى ليګ دى چې له تېرو څو کلونو راهيسې په هېواد کې دننه ترسره کېږي.
خو له کله راهيسې چې کرکـټ بورډ په اماراتو کې د افغانستان غوره ليګ يا اى پي اېل د ترسره کولو اعلان کړى، اندېښنې پيدا شوې وې چې کېداى شي شپږيزې سيالۍ ونه شي.
د کرکټ بورډ عمومي مشر عاطف مشعل د وږي په ١٧مه، په يوه خبري کنفرانس کې وويل چې د شپږيزې داخلي ليګ به ژوندى ساتل کېږي او هر کال به ترسره کېږي.
هغه زياته کړه،د شپږيزې لوبډلې پر شرکتونوپلورل شوې دي او د کومو لوبډلو مالکان چې نه حاضريږي قراردادونه به يې فسخ شي.
ده وويل:((د هېواد امنيتي وضعيت ښه نه دى، ځکه د پخوا په څېر بهرني لوبغاړي نه شو رابللى. ))
نوموړي د شپږيزې لوبډلو مالکانو په اړه وويل چې هغوى يا پيسې نه لري، يا يې مديريت نه شي کولى.
د ده په وينا، له هغوى سره اړيکې نيول شوي، خو ځواب نه وايي او نه هم تر اوسه حاضر شوي، که اړيکې يې ونه نيولې، قراردادونه يې فسخ کېږي.
ده زياته کړه : ((يا به موږ په خپله دا لوبډلې واخلو يا به يې بل چاته ورکړو، نرخونه مو ټيټ کړي، ځکه چې بهرني لوبغاړي نه راځي.))
هغه د غوره ليګ په اړه وويل،د افغان سوداګر د نه لېوالتيا له امله دوى اړ شول چې د افغانستان غوره ليګ لوبـډلې پر بهرنيو شرکتونو وپلوري .
ټاکل شوې ده چې دافغانستان غوره ليګ تجارتي شل اووريزې سيالۍ د راتلونکې اکتوبر مياشتې له پنـځمې نېټې څخه تر ٢٠مې پورې په متحده عربي اماراتو کې ترسره شي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن