د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

ننګرهار کې د کانګو ناروغۍ ۷ پېښې ثبت شوې دي

ننګرهار کې د کانګو ناروغۍ ۷ پېښې ثبت شوې دي

Sep 08, 2018 - 16:31

جلال اباد (پژواک،  ۱۷ وږی ۹۷): د ننګرهار د عامې روغتيا رياست چارواکي وايي،دغه ولايت کې د کانګو ناروغۍ اووه پېښې ثبت شوي چې له ډلې يې يوتن خپل ژوند هم له لاسه ورکړی دی.

د ننګرهار د عامې روغتيا ریاست د معلوماتو له مخې، دوی په ننګرهار کې د کانګو ناروغۍ د تشخيص، درملنې او وقايې لپاره بشپړ امکانات لري او دغه راز يې د عامه پوهاوي لړۍ هم پيل کړې ده.

کانګو يو ډول مرګونې وايروسي ناروغي ده، چې د کنې (tick) په نوم د يوې حشرې په واسطه له حيوان څخه انسان ته انتقالېږي؛ خو روغتياپالان وايي چې د درملنې ترڅنګ يې د ځان ساتنې ډېرې لارې چارې هم موجودې دي.

د یاد روغتون مسوولین وایي، په دې برخه کې یې خلکو ته عامه پوهاوی ور کړی چې په خبره یې اوس خلک د دې ناروغۍ په نښو پوهېږي.

د ننګرهار د عامې روغتيا رياست وياند انعام الله مياخېل د وږي په  ١٧مه، پژواک خبري اژانس ته وويل،تر اوسه له دوی سره د کانګو ناروغۍ ۷ پېښې ثبت شوي چې يوتن يې خپل ژوند هم له لاسه ورکړی دی.

دی زياتوي: ((له موږ سره اووه پېښې ثبت شوي، چې يوه يې مشکوکه ده، تر اوسه موږ ته نتيجه بېرته لا نه ده راغلې چې د کانګو ناروغ دی او که کومه بله ناروغي ده، دغه راز يو ناروغ خپل ژوند هم له لاسه ورکړی دی.))

د مياخېل په خبره، دوی د جلال اباد حوزوي روغتون او يو شمېر د ولسواليو په کچه کلينيکونو کې د دغې ناروغۍ د تشخيص، درملنې او وقايې بشپړ امکانات لري او هر هغه څوک چې پر دغه ناروغۍ مشکوکېږي، د دوی روغتيايي مرکزونو ته دې ورسول شي.

د عامې روغتيا رياست ویاند وايي، ننګرهار کې يې له دغې ناروغۍ څخه د ځان ساتلو لپاره د رسنيو، ټولنيزو شبکو، ممبرونو او له نورو بېلابېلو لارو څخه د عامه پوهاوي کمپاينونه هم پيل کړي دي.

په ورته وخت کې د ننګرهار د کرنې او مالدارۍ رياست په يو شمېر ولسواليو کې د افغانستان لپاره د هالنډ کمېټې په همکارۍ د کانګو ناروغۍ د مخنيوي کمپاين پيل کړی دی.

د کرنې او مالدارۍ رييس رفیع الله رحیمزي پژواک ته وويل، د دې کمپاین په لړ کې به بهسود، کامې او ګوشتې ولسوالیو کې ۴۵ زره څارويو ته د کانګو له منځه وړلو په موخه دوا تطبیق شي، د څارویو د اوسېدلو ديارلس نيم زره ځایونه (غوجلې) به دوا پاشي او دغه راز به د څارویو او کنو (tick) څخه د یادې ناروغۍ د پېژندنې په موخه شاوخوا ۱۵۰ نمونې واخیستل شي.

هغه زياتوي، د دې ترڅنګ شاوخوا ۱۰۰۰ تنو مالدارانو ته د حفظه الصحې بستۍ هم ورکول کیږي چې د یادې ناروغۍ د مخنیوي په موخه ورڅخه کار واخلي.

بلخوا روغتيا پالان سره له دې چې کانګو يوه ويروسي ناروغي ګڼي او وايي چې د يوې حشرې په واسطه له حيوان څخه انسان ته انتقالېږي؛ خو سپارښتنه کوي چې د څاريو د غوښې د خوراک پرمهال هم بايد پوره پاملرنه وشي.

د داخله ناروغيو متخصص ډاکټر خير الله امان له کورنيو او په ځانګړي توګه له قصابانو غواړي، تر هغه وخته چې د تازه حلال شوي څاروي وينه نه وي سړه شوې او له حلالېدو يې دوه ساعته نه وي تېر شوي بايد پرته له دست کشو ورسره نږدې نه شي.

دی وایي، پر کانګو ناروغۍ د اخته څارويو له وينې هم انسانانو ته دغه ناروغي انتقالېدلی شي؛ نو بايد له ډېر احتياط څخه کار واخيستل شي.

دا په داسې حال کې ده چې دا تېر لوی اختر هم د عامې روغتيا وزارت په ټول هېواد کې د کانګو تبې د خپرېدو په اړه وېره څرګنده کړې وه.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement